1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمري بند ښه دئ، مگر وژنه بهتره وه

۱۳۸۸ آبان ۲۱, پنجشنبه

د قاهرې په سرکونو د مصرۍ مېرمنې مروا اشربيني د وژونکي په هکله د درسدن د آلمانۍ محکمې د پرېکړې په اړوند د خلکو غبرگون...

https://p.dw.com/p/KUis
دا د هغي مسلماني مېرمني تصوير دی چي د جرمني په يوې محکمې کي په چاقو ووهل سوه او ووژل سوه
دا د هغي مسلماني مېرمني تصوير دی چي د جرمني په يوې محکمې کي په چاقو ووهل سوه او ووژل سوهانځور: AP

د پورت سعيد له پوهنتون څخه حقوق پوه احمد رفعت په دې باور دئ، چې د آلمان قضا په دې ډول پېښو کې خپله تر ټولو لوړه سزا ټاکلې ده او دا ښه کار هم دئ. په تېره بيا د روسي لوی څارنوال د هغه غوښتنې په نظر کې نيولو سره دا پرېکړه د ستاينې وړ ده، چې د مدعي اليه د روحي ناروغتيا څېړنه يې غوښتې وه.

(رفعت په عربي ژبه وايي: موږ دا وېره لرله، چې ښايي د آلمان قضا د پلوۍ يا جانبدارۍ له مخې، او يا دا چې د دې طبې تشخيص له رويه، چې وايي خونړي مخکې د شيزوفرين په نامه عصبي ناروغتيا درلوده، سپکه سزا ورکړې. خو پرېکړې وښوده، چې د آلمان محکمې پرځای حکم کړی دئ.

د مصري قاضې په اند د درسدن د محکمې حکم په ډاگه کوي، چې په آلمان کې څه ډول د تندلارو په وړاندې عدلي او قانوني عمل کيږي. د درسدن قاضي له دې حکم سره يو نخښه اېښې ده. رفعت وړاندې څرگندوي:

(دا حکم ټولو تندخويو او بدکارانو ته يو خبر دئ او ښايي ټولو اورپايانو ته په ډاگه کړي، چې د مسلمانانو او عيسويانو او يا کډوالو او نورو وگړو ترکت کوم توپير نه شته، دا هېوادونه دموکرات هېوادونه دي او بايد د انساني حقونو درناوی وکوي.)

خو له عامو خلکو سره ته دا پوښتنه پاتې کيږي، چې څرنگه د آلمان د يوې محکمې د ننه داسې پېښه منځ ته راتلی شي.

(دلته يو عرب څرگندوي: ولې اورپايان مسلمانان وژني؟ آيا مسلمانان دغومره بد خلک دي، چې دا ډول معامله ورسره کيږي؟ او يا دا چې مسلمان د دوی د عقيدې له مخې مړه کوي؟ پوهېږی، چې اسلام اصلاً څه معنی لري؟)

( يوه ميرمن وايي: اورپايان په عمومي توگه او آلمانيان په ځانگړې توگه سره تل دا فکر کوي، چې مسلمانان تندلاري او ترهگر دي، خو موږ ترهگر نه يو، زموږ دين نرمښت يا بردباري حکم کوي. موږ تندلاري نه يو. موږ بد خلک نه يو.)

(يوه بله ميرمن په ډاگه کوي: موږ هېڅ هيله نه درلوده، چې په آلمان کې به داسې څه پېښېږي.)

Ehl, Hans-Michael/محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل