1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د اسلام آباد پر لور مارش کوي

۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

د عمران خان د ګوند له خوا د اسلام اباد پر لور مارش ته په کتو سره د پاکستان په سترو ښارونو کې ځینې محدودیتونه وضع شوي. خو پر دې سربیره د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اسلام آباد ته د رسیدو هوډ څرګند کړی.

https://p.dw.com/p/4BpMN
Pakistan I Imran Khan
انځور: Akhtar Soomro/REUTERs

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د پلازمېنې اسلام آباد پر لور د «لانګ مارچ» اعلان کړی وو، خو د شهباز شریف حکومت د امنیتي ملحوظاتو له کبله د دغه مارش اجازه ور نه کړه. اوس عمران خان اسلام آباد کې «ډي چوک» یا څلور لارې ته د تګ او هلته د پرلت ترسره کولو اعلان کړی.

Pakistan | Straßensperre um eine Demonstration in Islamabad zu verhindern
انځور: Mohsin Raza/REUTERS

د پاکستان مرکزي حکومت د مارش ګډونوالو د مخنیوي له پاره پلازمېنې ته تلونکي ټولې داخلي او بهرنۍ لارې تړلي دي. له پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو څخه اسلام آباد ته پر تلونکو لارو هرځای کانتینرونه درول شوي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د تحریک انصاف ګوند ځیني غړي نیول شوي هم دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کړې ده چې تر اوسه یې تر زرو زیات غړي نیول شوي دي.

Pakistan | Straßensperre um eine Demonstration in Islamabad zu verhindern
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د سړکونو د بندیدو پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته هم رجوع شوې ده، چې پکې له سړکونو د موانعو د لیرې کیدو او په آزاد ډول د ښاریانو د تګ راتګ د یقیني کیدو غوښتنه شوې ده.

تر دې دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، عمران خان ته د مارش د اجازې نه ورکولو اعلان کړی وو او ویلي یې وو چې د دغه مارش مخه به نیول کیږي. عمران خان د حکومت دغه ګام غیر قانوني بللی وو او له قضا څخه یې د مداخلې غوښتنه کړې وه.