1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

علومي: پر طالبانو د پاکستان حکومت ږغ اغېز نه لري

خليل الرحمن اميد۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي چې په پاکستان کې تر اوسه لا د تروريستي ډلو ملاتړ کیږي او افغان پولیس یې پر وړاندي مبارزه کوي. علومي ویلي هغه وخت به د پاکستان په خبرو باور وکړي چې عملي بڼه غوره کړي.

https://p.dw.com/p/1FXCE
انځور: STR/AFP/Getty images

پاکستان په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې پسرلني عملیات بند کړي، که نه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

بله خوا بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله مندي ښودلې ده چې له پاکستان سره د افغان حکومت وروستۍ اړيکې کولای شي چې د تروريستانو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د دواړو هیوادونو وروستۍ اړیکې ساری نه لري او افغان حکومت وايي له پاکستان سره یې ښې اړیکې سولي او ثبات ته لار اواروي.

خو د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن چهار شبنه (۲۰۱۵م کال د مې۲۷مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې پر وسله والو طالبانو د پاکستان د حکومت غږ کوم خاص اغېز نه دی کړی او جګړه لا هم په ټولو ولایتونو کې په یو ډول نه یو ډول روانه ده.

علومي پاکستان ته په خطاب کې د طالبانو په اړه وویل: «تر کومه ځایه چې زموږ انګېرنه ده نه یې مرکزونه هلته له منځه تللي، نه هغه منابع له منځه تللي دي چې ملاتړ يې کوي. زموږ په گاونډ کې لا هم ډېري ډلې او ګروپونه شته، چې دا نه یوازي زموږ له پاره ستونزي جوړوي بلکي د سیمې له پاره یو ګواښ دی.»

څه موده وړاندي د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ پر دې هم هوکړه شوې وه چې که پولو ته څېرمه په یوه هیواد کې عملیات پيليږي بل هیواد ته باید خبر ورکړل شي، څو هم مهاله دواړه هیوادونه د تروريستانو پر وړاندي عملیات وکړي. خو علومي وايي چې په پاکستان کې عملیات د دې لامل شوي ‌چې ډېر بهرني جنگيالي افغانستان ته راوشړل شي.

استخباراتي تړون نوی سرخوږی

ورته مهال د افغانستان پارلمان پر امنیتي اورګانونو او رهبرۍ باندي ټینګار کوي چې له آی ايس ای سره دې امنیتي تړون ژر تر ژره لغو کړي. ملي امنیت ادارې په لمړيو کې ویل چې له پاکستان سره یې دا تړون لاسلیک کړی خو د پارلمان تر فشار وروسته یې څرګنده کړه چې یوازي د یاد تړون مسوده جوړه شوې او ورستۍ شوې نه ده.

د یاد تړون اصلي ټکي د وسله والو مخالفو ډلو په اړه د استخباراتي مالوماتو شریکول او د استخباراتي سازمانونو پر وړاندي مقابله ښودل شوې ده.

د ولسي جرګې د چهار شنبې په عمومي غونډه کې وویل شول چې په دې هوکړه لیک سره افغانستان پلورل کیږي او نه باید دا تړون لاسلیک شي.

له هوکړه لیکه انکار

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا په دې هوکړه کې له دخالت څخه انکار کړی او ملي امنیت ادارې ویلي دي چې دا هوکړه لیک تر اوسه وروستی شوی نه دی او تر پنځو پړاوونو تېرېدو وروسته به وروستی شي.

د ملي امنیت ادارې د (مې) پر ۲۴مه د یوې خبرپاڼي له لاري ویلي چې یاد هوکړه لیک ته به لمړی ولسمشر چوکاټ، حدود او صلاحتیتونه ټاکي،‌ دوهم به د ملي امنیت متخصصان، د امنیت شورا، اجرائیه ریاست او د بهرنیو چارو وزارت د یاد تړون متن په دقت سره ګوري او څېړي او تر هغه وروسته به جهادي او سیاسي مشران پرې نظر ورکوي او بیا به پاکستان ته سپارل کیږي.

بل پلو بیا د ملي امنیت شورا چې د یاد تړون په طرحه کې کلکې نیوکې پرې شوي وې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د یاد تړون مسوده د هغوی له خوا نه لیکل شوې او نه هم برابره شوې ده.

د امنیت شورا ټینګار کړی دی چې د یاد تړون په رامنځته کېدو کې آن هغوی مشوره هم نه ده ورکړې.

خو د ولسي‌جرګې غړي وايي دا هوکړه لیک تر هغه یوه ورځ وروسته رامنځ ته شوی دی چې د پاکستان د استخباراتو رئیس په ارګ کې له افغان مشرانو سره وکتل.