1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستان د ۱۰۰ ميليارده ډالرو په لکښت نوی ښار جوړوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

سعودي عربستان تر ۲۰۳۵م کاله پوري داسي ښار جوړوي چي دوه ميليونه انسانان به ژوند پکښې کوي او معماري به ئې يو شاهکار وي. په پام کي ده چي دغه نوی ښار به سره سمندر ته نزدې جوړ سي.

https://p.dw.com/p/1FVl5
Kingdom Tower Wolken
انځور: Adrian Smith/Gordon Gill Architecture

دغه ښار چي د «ملک عبدالله اقتصادي ښار» نوميږي په پلان کي ده چي د سعودي عربستان د اقتصادي مرکز جدې په شمال سل کيلومترۍ کي، سره درياب ته نژدې جوړ سي.

سره سمندر ته نزدې د دغه ښار د جوړولو هدف د سوداگريزو مالونو د انتقال اسانتيا ښوول سوې ده. د دغه ښار د جوړونکو په وينا دغه ښار به ډېر ژر په يو ستر سيمه ييز او نړيوال بازار بدل سي.

د دغه ښار بندر ته به له کاله ۲ ميليونه او ۷۰۰زره کانتينره رسيږي چي يوه ورځ به د نړۍ يو له لسو سترو بندرونو څخه وي.

د دغه ښار د جوړولو شرکت مشر فهد الرشيد ويلي دي چي په دغه ښار کي به صنعتي پارکونه، روغتونونه، ښوونځي او د لوبو ميدانونه جوړ سي.

دغه شرکت چي د ملک عبدالله اقتصادي ښار جوړوي په دبی کي ئې د نړۍ تر ټولو هسکه ودانۍ «خليفه برج» هم جوړه کړې ده.

ويل کيږي چي دغه پروژه د هغه پلان يوه برخه ده چي په سعودي عربستان کي د نفتو زېرو تر ختمېدو وروسته خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.