1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ۳۰ تنه هزاره گان موږ نه دي برمته کړي

afp۱۳۹۳ اسفند ۱۵, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په سویل کې د ۳۰ تنو هزاره گانو د برمته کیدل په دوی پوري اړه نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د دغو کسانو د ژغورني عملیات د هوا د خرابوالي له کبله درول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Emdc
انځور: picture alliance / Ton Koene

د فيبروري میاشتي پر۲۴مه نیټه د کندهار کابل پر لويه لاره نامعلومو وسله والو چې مخونه يې پټ ول له دوو سرویس موټرو څخه نزدې ۳۰ تنه هزاره گان کښته او له ځانه سره بوتلل.

د دغو کسانو د برمته کولو مسئولیت تر اوسه پوري هيچا پر غاړه نه دی اخیستی. خو په افغانستان کې ډیر وخت وسله والي ډلي د پیسو د ترلاسه کولو په موخه نور وگړي برمته کوي.

طالبانو د جمعې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغي پېښي مسئوليت پر غاړه نه اخلي. د دغي ډلي یوه ویاند قاري یوسف احمدي، د ایمل له لاري رسنیو ته په یوه استول شوې بیانیه کې ویلي دي: «موږ دا لازمه وگڼله چې خپلو وطنوالو ته ووایو چې زموږ مجاهدین له دې برمته نیونې سره تړاو نه لري. موږ په دې پیښه کې ښکیل نه یو.»

د زابل د والي ویاند اسلام گل سیام، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس د دغو کسانو د ځای موندلو له پاره هڅي رواني دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې سیمه ییزو مشرانو د برمته شویو کسانو د آزادیدو له پاره خبري پیل کړي دي. هغه ویلي دي: «اوس موږ دومره ويلای شو چې برمته شوي کسان ژوندي دي.»

دیرش تنه هزاره گان د زابل ولایت په مربوطاتو کې برمته شوي دي. سیمه ییزو اوسیدونکو ویلي دي چې له دوو ورځو راهیسې امریکایي بې پیلوټه الوتکي د سیمې پر سر پروازونه کوي.

تر دې دمخه د برمته شویو کسانو د موندلو عملیات د خرابې هوا له کبله درول شوي ول خو د زابل ولایت ویاند او د پولیسو مرستیال غلام جیلاني فراهي، ویلي دي چې اوس شرایط تر پخوا ښه شوي دي.

فراهي ویلي دي: «امنیتي ځواکونه په سیمه کې دي او موږ به د دغو کسانو د بیا موندلو عملیات یووار بیا پیل کړو.»

پر هزاره گانو باندي ډیر وخت په پاکستان کې بریدونه کیږي او دغه شان پیښې په افغانستان کې ډیره سابقه نه لري. تر دې دمخه په د ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان په کویټه ښار کې په دوو بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ هزاره گان ووژل شول.