1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په سېمه کې د امریکا پاتېدل به تاریخي تیروتنه وي

۱۴۰۰ خرداد ۵, چهارشنبه

طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتي دي چې امریکا ته د پاتېدو له پاره فرصت برابر نه کړي. دغې ډلې ویلي دي چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د جګړې او نا امنۍ اصلي لامل دي.

https://p.dw.com/p/3tzT7
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

طالبان وروسته له هغې دغه خبرپاڼه خپروي چې له څو ورځو راهيسي په نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو کې داسې ویل کیږي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې په ځانګړي ډول پاکستان کې غواړي پوځي اډې جوړې کړي.

طالبانو په خپله یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه (۲۰۲۱م کال د مې ۲۶) یې خپره کړې ویلي دي که  ګاونډي هیوادونه په خپله خاوره کې بهرنیو ځواکونو ته د پاتېدو اجازه ورکړي دا به یوه لویه تاریخي تیروتنه او بدنامي وي.

اړونده موضوع : پاکستان له پاره د چین او افغانستان اهمیت او د امریکا اړيکې

طالبانو ویلي دي دا چې دوئ په بیا بیا نورو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به یې پرضد نه کارول کیږي دوئ هم له نورو غوښتنه کوي چې هوایي او ځمکنی حریم یې د افغانستان پر وړاندې ونه کارول شي.

د پاکستان دریځ

پاکستان دغه موضوع ردوي او وایي هیڅکله به په خپله خاوره کې د امریکا اډو ته ځای ور نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي د دغه هیواد په پارلمان کې د دوشنبې په ورځ وویل: «یو شمیر کسانو دا موضوع مطرح کړې او په رسنیو کې هم راغلي چې امریکا دلته اډې جوړوي زه په ښکاره ټکو دغه موضوع بې بنسټه ګڼم.»

Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
آرشیف: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشيانځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

نوموړي زیاته کړه: «زه د پاکستان خلکو او پارلمان ته ډاډ ورکوم چې د عمران خان په حکومت کې به د امریکا هیڅ اډه په پاکستان کې جوړه نه شي او د بې پیلوټه الوتکې هیڅ برید به ونه شي.»

اړونده موضوع: «طالبان دي د خارجي قواوو د وتلو د بهیر نه خنډ کیږي»

د امریکا د ولسمشر د پریکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده د دغه هیواد او نور بهرني ځواکونه به تر راتلونکي سپټمبر میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو امریکایي او ناټو ځواکونو په بیا بیا ویلي دي چې دوی به له افغان ځواکونو او افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.