1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان پر لویو لارو له خلکو څخه حق العبور اخلي

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کي تجارتي مالونه په دوو پړاوونو کي ګمرک کیږي، یو وار د دولت له خوا او بل وار طالبان د لویو لارو څخه د تجارتي مالونو د تیریدو له پاره حق العبور اخلي. کارپوهان وایي دا کار د دولت حاکمیت تر پوښتني لاندي راولي.

https://p.dw.com/p/3fOTs
Afghanistan Straßenszene
انځور: picture-alliance/dpa/S. Bhandari

طالبان د کابل او د افغانستان د شمال د لويي لاري په مختلفو ځایونو کي موټران دروي او تجارتي مالونه ګمرک کوي. هغوی همدارنګه د هرات – کابل او د فراه ولایت په شمول د افغانستان د نورو ولایتونو پر لویو لارو هم تجارتي مالونه ګمرک کوي.

سیاسي او نظامي کارپوهان وايي چي د طالبانو له خوا د تجارتي مالونو ګمرک د افغانستان د دولت له پاره د خطر جدي زنګ دی چي باید د هغه په وړاندي سمدستي اقدام وسي.

د نظامي چارو کارپوه جنرال سید محمد ثمر دویچه ویله ته وویل: »په لویو لارو کي د امنیت نشتوالی، او کشفي امنیتي ارګانونو ضعف دا ښيي چي د دولت مشرتابه باید سمدستي د لویو لارو د امنیت ټینګولو په برخه کي اقدام وکړي، که نه نو د دولت حاکمیت تر پوښتني لاندي راځي.«

نوموړي کارپوه افغان دولت ته وړانديز کړی: »د افغانستان د لویو لارو د امنیت ټینګولو لار داده چي امنیتي ارګانونه دي د سیمي له خلکو څخه اولسي ډلي په کار وګوماري. هغوی باید د طالبانو په شان په محلي کالیو کي د لارو امنیت وساتي او د هغوی په څنګ کي دي د مختلفو امنیتي ارګانونو یوه ځانګړې قطعه هم جوړه سي، هغه ځواکونه چي د لویو لارو د امنیت ټینګولو په برخه کي کار وکړي.«

[No title]
انځور: DW/G. Adel

ثمر ټینګار کوي چي په اوس وخت کي د طالبانو ډله ددغه هیواد په لویو لارو کي تجارتي مالونه ګمرک کوي او افغان امنیتي ځواکونه هم په دفاعي حالت کي دي. تر هغه وخته چي د طالبانو د ګمرک اخیستلوو مخه ونه نیول سي او افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت وانه وړي، د لویو لارو امنیت به تأمین نه سي.«

د کورنیو چارو وزارت دا خبره تأییدوي چي طالبان په لویو لارو کي تجارتي مالونه ګمرک کوي خو په عین حال کي نوموړی وزارت وعده ورکوي چي امنیت یې ساتلی او د طالبانو له ګمرک اخیستلو څخه هم مخنیوی کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدلصبور قانع تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کي په کابل کي وویل: »د افغانستان دولت، امنیتي میثاق چي ۴۱ تطبیقي مادې لري، عملی کړی چي ددغه پروګرام دوې مادې ددغه هیواد د لویو لارو د امنیت په ټینګولو پوري اړه پیدا کوي. دغه میثاق د اردو، پولیسو، ملي امنیت او اتو نورو ملکي نهادونو مکلفیتونه مشخص کوي.

قانع ویلي دي چي د نوموړي میثاق په عملي کیدو سره به د کابل او د نورو لویو لارو امنیت تأمین سي خو د وخت په تیریدو سره به معلومه سي چي د کورنیو چارو وزارت له خوا دغه ډول ژمني به څومره عملي جنبه ولري او آیا وضعیت به تر دې ښه سي او که څنګه؟

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته ویلي دي چي دوی په لویو لارو کي ګمرکونه لري او د تجارتي مالونو د هر قلم له پاره د طالبانو له خوا تجارانو او موټروانانو ته ګمرکي تعرفه ورکول کیږي.

طالبانو په فراه کي په تجارتي مالونو ډک باروړونکي موټران، هر یو ۱۰ زره افغانې ګمرک کوي او دغه ډله د کابل او د شمال ترمنځ لویه لار کي هم موټران دروي او ګمرک کوي.

د افغانستان د پارلمان استازې شګوفه نوروزي په همدې اړه دویچه ویله ته وویل: »طالبان د سولې د خبرو په درشل کي غواړي د افغانستان ډیره خاوره په خپل کنترول کي ولري تر څو له دې لاري د سولي په خبرو کي ډیر امتیاز تر لاسه کړي.«

د نوروزي په خبره د طالبانو له خوا د تجارتي مالونو ګمرک کول کیدای سي ددغي ډلي د مالي ځواک سبب سي تر څو د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد لا ډیره شدیده جګړه پر مخ بوزي او د افغانستان ډیره خاوره تر خپل کنترول لاندي راولي.

طالبان له څو میاشتو راهیسي تجارتي مالونه ددغه هیواد پر لویو لارو ګمرک کوي. افغانان د لویو لارو د امنیت ساتلو په برخه کي امنیتي ارګانونه ناکام بولي.

غضنفر عادلي