1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د یوه ۱۲ کلن هلک په وژلو تورن شوي

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/161Op

افغان چارواکو ویلي دي چې وسله والو طالبانو د افغانستان په سویل کې د یوه دولس کلن هلک سر غوڅ کړی دئ. د کندهار ولایت د والي ویاند جاوید فیصل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه د نوموړي ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په وینا دغه دولس کلن هلک خپل پلار د کوم کار د تر سره کولو له پاره بهر ته استولی وو.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «دغه هلک د طالبانو له لوري نامعلوم ځای ته بیول شوی او د هغه جسد د پنجشنبې د شپې په ناوخته د پنجوایي په بازار کې موندل شوی دئ.» د والي د ویاند د وینا له مخې نوموړی هلک د ژیړې ولسوالۍ اوسیدونکی وو او د هغه ورور د ځایي پولیسو سره کار کوي.

فیصل په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «د نوموړي هلک د سر د پریکولو یوازینی دلیل دا دئ چې د هغه ورور د ځایي پولیسو په لیکه کې د وسله والو پر وړاندې جنگیږي.» طالبانو لا تر اوسه د دغه پیښې په اړه کوم غبرگون نه دئ ښوولی.