طالبان : د کوريايانو په وژلوبه لاس پوري کړو
۱۳۸۶ مرداد ۳۱, چهارشنبهطالب وسله والو، چا چې له يوې مياشتې څخه زيات وخت کيږي، ٢١ تنه د جنوبي کوريا وگړي يرغمل نيولي او ورسره دي، يو ځل بيا د شرو يا چهارشنبې په ورځ دا گواښ کړی، چې که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو ورسره يرغمل به وژني.
د طالبانو د يوه وياند زبيح اله مجاهد له قوله ويل شوي، چې يو شمېر کوريايان رنځور او مناسب خواړه ورته نه رسيږي.
مجاهد د فرانسپرس آژانس خبريال ته له يوه ناڅرگند ځای نه د ټلفون له لارې ويلي دي:" که د طالبانو غوښتنه ونه منل شي، نو کوريايي يرغمل به له مرگ سره مخامخ کيږي. که څه هم موږ غواړو چې دا لانجه د خبرو له لارې حل شي، خو داسې ښکاري چې د امريکې واکمن ستونځې پکې اچوي. „
مجاهد کومه نېټه نه ده ټاکلې او خبرې يې هم په آزاد ډول د څېړنې وړ نه دي.
د جنوبي کوريا ٢٣ تنه وگړي د جولای د مياشتې په ١٩ ورځ په قره باغ کې وتښتول شول، چې دوه تنه ورځخه مړه او دوې مېرمنې د ناروغتيا له کبله خوشې کړل شوې.