طالبان: د وروستۍ خونړۍ پېښي غچ اخلو
۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سهشنبهاعلان
د امريکايي سرتیري له خوا د ۱۶ افغانانو تر وژل کيدو وروسته، طالبانو د امريکايانو د وژلو گواښ کړی دئ. طالبانو گواښ کړی دئچي دغه عمل به بې څه پرې نه ږدي او د هغه غچ به واخلي.
د امريکا او ناټو د معلوماتو پر اساس د قندهار د پېښي مسئول امریکایي سرتیری د درو ماشومانو پلار دئ او په ۲۰۱۰ کال کي له عراق څخه راوتلی وو.