1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان: د سویډن له کمیټې سره غږیږو

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

طالبانو ویلي دي چې د افغانستان له پاره د سویډن کمیټي له چارواکو سره به خبرې وکړي. دا تر هغه وروسته چې د دې ډلې د ګواښونو له امله په ميدان وردک ولايت کې د دغه مرستندوی سازمان ۴۲ کلینیکونه وتړل شول.

https://p.dw.com/p/3MEf5
Afghanistan | Sabiullah Mudschahid, Sprecher der Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/epa/Stringer

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ به د غير دولتي مرستندوی سازمان (سویډن کمیټي) له چارواکو سره خبرې وکړي، څو «رامنځ ته شوی وضعیت» له منځه ولاړ شي.

مجاهد په دې اړه چې دغه خبرې اترې به څرنګه او په کوم ځای کې وشي، څه نه دي ويلي.

د سویډن کمیټه چې په وردک ولایت کې د روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو چارې پر مخ وړې تر هغه وروسته د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې خپل چارې ودرولې چې طالبانو پر دې موسسې باندې د خپلو کارکوونکو په ساتلو کې د پاتې راتلو تور ولګاوه.

تیره اوونۍ افغان ځواکونو د سویډن کمیټې پر یوه کلینیک باندې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د کلینیک دوه کارکوونکي ووژل شول.

په وردک ولایت کې د ۴۲ کلینیکونو بندیدو پر نزدې ۶۰۰۰ کسانو اغیز کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سویډن کمیټې بیا د وردک ولایت په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنترول لاندې دي خپل کلینیکونه پرانیسې پریښې دي.

(ms/nz (ap