1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د دوحې غونډه «واده» نه دی

۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبه

وسله والو طالبانو د افغان حکومت پر هغه پريکړي نيوکي کړي دي چي د دوحې غونډي ته ۲۵۰ استازي لېږي. په پلان کي ده چي په دوحه کي د کابل د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ نظرونه تبادله سي.

https://p.dw.com/p/3GwX4
Katar Friedensgespräche für Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

افغان حکومت د سه شنبې په ورځ د هغو۲۵۰ کسانو ليست خپور کړ چي د دوحې په غونډه کي به گډون کوي. په دې ليست کي پر دولتي چارواکو سربيره، د اپوزيسيون غړي، د مدني ټولني استازي، ښځي او د رسنيو استازي شامل دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند پر افغان حکومت تور لگولی دی چي په يوه داسي اوږده ليست سره غواړي د سولي پروسه تخريب کړي. هغه ويلي دي چي قطر به د يوه کنفرانس له پاره دومره کسان و نه مني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي: «د کابل ليست جوړونکي بايد دا درک کړي چي دا يو کنفرانس دی چي د فارس جليج يوه هيواد رابللی دی، نه د کابل په يوه هوټل کي واده يا هره بله مېلمستيا.»

دغه غونډه چي پتېيل سوې ده له جمعې تر يکشنبې ورځي پوري به وي، د طالبانو د استازو او افغانستان د هيئت ترمنځ دوهمه «بين الافغاني» غونډه ده. په لومړۍ غونډه کي چي په مسکو کي وه، د افغان حکومت استازی پکښې نه ول.

خو د افغانستان د جمهوري رياست د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه شان غونډو له پاره د دومره کسانو ټاکل يوه عاده خبره ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي يوه وياند ويلي دي چي قطر مخکي منلې وه چي دغي غونډي ته دي يو ۲۰۰ کسيز هيئت ورولېږي.

دا لومړی وار دی چي وسله وال طالبان په غيرمستقيمه توگه د افغان حکومت له استازو سره ليده کاته منلي دي. دغي ډلي تيره اوونۍ اعلان وکړ چي په دغه غونډه کي به د افغان حکومت استازي انفرادی وويني.

N.Z/K.H (dpa)