1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د تاشکند غونډې ته نه وو بلل شوي

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

د طالبانو یوه ویاند د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي چې دغه ډله په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې ته نه وه وربلل شوې. د ازبکستان د سولې په کنفرانس کې پر طالبانو د سولې په خبرو کې د ښکیلیدو غږ وشو.

https://p.dw.com/p/2v73P
Tabliban Kämpfer
انځور: Imago/Xinhua/Milad

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او تر ۱۲ نورو ډیرو هیوادونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې په کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ شوی وو.

په دې اعلامیه کې د نورو تر څنګ امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیا لاسلیکونه کړي وو. په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان د سولې بهیر باید «د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر منځ» وي. دا چې طالبانو په دې غونډه کې حضور نه لره نو د دې امکان چې د غونډې په پایله کې دې په افغانستان کې د سولې خبرې اترې پیل شوي، ډیر لوړ نه دی.

په اعلامیه کې طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني، د وروستي وړاندیز ملاتړ شوی دی. په دې وړاندیز کې د یوې سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل، پرته له مخکینیو شرطونو د سولې د خبرو اترو پیلول او آن د اساسي قانون پر بدلولو باندې بحث شامل دی.

طالبانو د وتس آپ له لارې د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته یوه اعلامیه استولې ده چې په کې راغلي چې دغه ډله د تاشکند غونډې ته نه وه وربلل شوې. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې لا تر اوسه پورې وختې دی چې د تاشکند د غونډې پایلو په اړه نظر ورکړل شي.

که څه هم په دې غونډه کې روسیې او امریکا متحده ایالاتو یوځای د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړ، خو داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د مسکو او واشنګټن اړیکې په ښه وضعیت کې نه دي. په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو قوماند جنرال نیکولسن، په وروستیو وختونو کې په وار وار سره روسیه له طالبانو څخه په ملاتړ کولو تورنه کړې ده. روسیې بیا دغه تورونه «بې اساسه» بولې. تاجیکستان هم د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې د جنرال نیکولسن هغه څرګندونې په کلکه رد شوې وې چې روسیه د دې هیواد له خاورې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.