1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان او القاعده د اسلامي دولت ډلي تر فشار لاندي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

اسلامي دولت افغانستان او پاکستان ته د لارموندني گواښ رامنځ ته کړی دی. دې موضوع د چارواکو او ان په دې هیوادونو کې د افراطي یاغیانو په منځ کې اندیښنې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1DZy1
انځور: picture-alliance/AP Photo

طالبان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د دې هیواد او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنگیږي، نه پوهیدل چې په عراق او سوريه کې د یوه بل قوي افراطي اسلامپاله ځواک د رامنځ ته کیدو پر وړاندي څرنگه غبرگون وښيي. په لومړي سر کې افغان طالبانو دغي ډلي ته د یوې بلې جهادي ډلي په توگه ښه راغلاست وویل.

خو تر هغه وروسته هر څه بدل شول، چې د اسلامي دولت یا پخواني داعش ډلي مشر ابوبکر البغدادي خلافت اعلان کړ او خپل ځان یې خلیفه وباله.

د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر ته هغه د پلویانو له خوا د امیر المؤمنین، خطاب کیږي. دغه لقب هغه ته په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۹۶ کال کې د شاوو ۱۰۰۰ دیني عالمانو له خوا ورکړل شو. امیرالمؤمنین که څه هم مشر بلل کیږي خو خلیفه نه وو. ملا عمر هیڅکله هم خپل ځان ته د خلیفه خطاب ونه کړ او نه یې د خپلې واکمنۍ پر مهال افغانستان خلافت وباله.

د فرانسې خبري آژانس افغان طالبانو ته د نزدې سرچینو په حواله لیکلي دي چې طالبانو په دې اړه له اسلامي دولت سره خبري کړي دي خو دغه خبري کومې پایلي ته نه دي رسیدلي. یوه افغان استخباراتي چارواکي ویلي دي: «اسلامي دولت ډلي طالبانو ته وویل چې البغدادي خلیفه دی نه ملا عمر. هغوی ورته دا خبره هم وکړه چې که طالبان غواړي نو کولای شي چې له البغدادي سره بیعت وکړي.» دې چارواکي زیاته کړې ده: «واضح خبره ده چې طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.»

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې دغه موضوع لږ تر لږه د طالبانو دوو پخوانیو چارواکو چې اوس هم له دې ډلې سره اړیکې لري تائید کړې ده.

خپل ځان ته د خلیفه لقب له ورکولو سره، البغدادي په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو او القاعدې موقف له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د طالبانو یوه بل چارواکي ویلي دي چې القاعدې په وروستیو وختونو کې د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن، یوه ویدیو خپره کړه چې هغه پکښې له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو. پر دې سربیره د القاعدې نوي مشر یمن لظواهري هم د روان کال په جولای میاشت کې یوه ویدو خپره کړه چې پکښي یې د طالبانو له مشري څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د فرانسې خبري آژانس همداراز لیکلي دي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي دي چې له اسلامي دولت ډلي سره د خپلو مشرانو د تماس په اړه معلومات نه لری. هغه ویلي دي: «که دا کار شوی وای نو موږ به ترې خبر وای ځکه دا یوه لویه خبره ده. زه دا موضوع نه شم تائیدولای.»

هغه زیاته کړې ده: «هغه څه چې موږ یې پر سر جگړه کوو، ملي ستونزي دي او له نورو هیوادونو سره تړاو نه لري. زه ټولي هغه اوازې ردوم چې وایي موږ له طالبانو سره اړیکي لرو.»

خو د دې خبري معلومول چې اسلامي دولت په افغانستان کې نفوذ لري او که نه، ښايي یو ستونزمن کار وي. تیره میاشت د افغانستان او پاکستان په سرحدي ښارونو کې د ډلي له خوا په پښتو او دري ژبو لیکونه ویشل شوی وو، چې پکښې له خلکو څخه غوښتل شوي ول چې د البغدادي بیعت وکړي. ځینو سرچینو خو ان په غزني ولایت کې د دغې ډلې د جنگیالو د شتون او د خلکو د وژلو خبره هم کړې ده. ویل شوي دي چې په غزني کې یو شمیر کسانو د اسلامي دولت تور بیرغ پورته کړی وو او تور نقابونه يې لرل.

خو یو شمیر افغان چارواکو او د طالبانو غړو ویلي دي چې دغه جنگیالي په طالبانو پوري تړلي نه ول، بلکي په یوې بلي ډلي پوري چې دفتاني نوميږي دغه بریدونه ترسره کړي دي. د طالبانو یوه پخواني مامور وحید مژده، ویلي دي: «دفتاني له طالبانو سره توپیر لري له دې کبله سیمه ییزو اوسیدونکو داسې فکر وکړ چې هغوی د داعش جنگیالي ول.» مژده زیاته کړې ده: «په افغانستان کې داعش نه شته.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي دي چې د غزنې د پیښې په اړه یې څیړنې کړي دي او دې پایلې ته رسیدلي دي چې هلته د اسلامي دولت جنگیالي نه ول.

له بلې خوا بیا د ناټو یوه چارواکي ویلي دي چې سیمه ییزو چارواکو ځکه په غزني کې د اسلامي دولت د شتون خبره کړې ده چې وتوانیږي د خپل ولایت له پاره لا ډیري مرستي او ملاتړ جلب کړي.

د مژده په خبره یو شمیر کسان په سیمه کې د اسلامي دولت د حضور پلویان دي. هغه د دغو کسانو له ډلي څخه د عبدالرحیم مسلم دوست نوم اخیستی دی. مسلم دوست تر دې مخکې په گوانتانامو کې بندي وو او تر آزادیدو وروسته یې څو واري د اسلامي دولت ملاتړ خبره کړې ده. خو چارواکي وایي چې دغه کس اوس د کومي وسله والې ډلې مسئولیت پر غاړه نه لري.

ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو شپږو تنو مشرانو تیره اوونۍ له اسلامي دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، خو دغه کسان د پاکستاني طالبانو له خوا له خپلو دندو گوښه شول او پر ځای یې نور کسان وټاکل شول.

کارپوهان وایي چې که څه هم په افغانستان او پاکستان کې ډیر شمیر یاغي ډلې اوس هم ملا عمر ته وفاداره دي، القاعده اوس ځان په یوه سخته سیالي کې ویني.

القاعدي ته د امریکایي بې پیلوټه الوتکو او پاکستاني پوځ له خوا سخت تاوانونه اوښتي دي، خو د دې ډلې تر ټولو لویه ستونزه د عوایدو کمیدل دي. پر دې سربیره القاعده خپل نړیوال موقف د له لاسه تلو په حال کې ویني.

کارپوهان وایي چې اوس القاعده په نړۍ کې د افراطي اسلام استازيتوب نه کوي او ځان تر فشار لاندي بولي. د دې له پاره چې دغه ډله نړیوالو ته اوس هم خپل حضور وښيي په وروستیوو ختونو کې په هندوستان کې خپله نوې څانگه پرانیسته.