1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ۲۱ تنه پاکستاني پوليس وژلي دي

عبدالباري حکيم (afp,dpa)۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه

طالب ياغيانو هغه ۲۱ تنه پاکستاني پوليس وژلي دي، چي د پنجشنبې په ورځ يې پيښور ته نژدې تښتولي ول. ويل کيږي، چي يو تن ټپي او بل ژوندی پاته دئ.

https://p.dw.com/p/17BHD
انځور: dapd

د پاکستان د حکومتي چارواکو د وينا له مخي د دغو وژل شوو پوليسو مړي د دغه هيواد په شمال لوېديځ «جبي» نومي سيمه کي موندل شوي دي. هغوی وويل چي طالبانو د يرغمل نيول شوي کسانو لاسونه او پښې تړي ول او بيا ئې په گوليو ويشتلي دي.

سيمه ايز چارواکو وويل چي يو پوليس ژوندي پاتي شوي دي او يو بل سخت ټپي دي.

د تيرې پنجشنبې په ورځ د تند لارو طالب ياغيانو۲۰۰تنو جنګاليو پيښور ته نژدې د مليشه وو د روزني پر يوې قرارګاه باندي هجوم وروړ دوه تنه امنيتي ساتونکي یې ووژل او ۲۳ تنه يې له ځان سره وتښتول. يرغل کوونکي په درنو وسلو سمبال ول.

د سيمي يوه حکومتي چارواکي، نويد اکبر د فرانسې خبري آژانس ته وويل. «موږ په يوه داسي سيمه کي چي استوگنه نه پکښې د ۲۱ تنو پوليسو مړي چي په ګوليو سره سوري سوري شوي ول، وموندل.»

نوموړي زياته کړه چي په ټولو ۲۳ کسانو باندي ګولي چلول شوي دي، «يو تن مو ژوندی وموند، خو ټپي شوی دئ او روغتون ته مو وليږداوه.» هغه يادونه وکړه چي يو بل تن «توانيدلي دي چي له دغي حملي څخه ځان بچ کړي او تښتېدلی دئ.»

يو بل حکومتي چارواکي، ګل شهزاد وويل چي چارواکو د تيري شپې په نيمايي کي معلومات تر لاسه کړل چي ځيني مړي په بيديا کي پراته دي چي د روزني له قرارگاه څخه کابو څلور کيلو متره ليري ده.

د ۲۰۱۲ کال په اګست کي پاکستاني طالبانو يو ويدو خپره کړه چي په هغه کي د ګڼ شمير سرتيرو سرونه پري کړل شوي ښکارېدل، له هغه مخکي د پاکستان پوځ ويلي ول، چي ۱۵تنه سرتيري يې د باجوړ په قبايلي سيمه کي، چي زور پالونکي فعاليت لري، لادرکه شوي دي.

په تيرو دوو اونيو کي د پاکستان د خيبر- پښتونخوا په ايالت کي د زورزياتيو لمن نوره هم پراخه شوي ده. د تيري اووني په سر کي د نوموړي ايالت يو لوړ پوړی سياستوال، بشير بيلور په يو ځانمرګي بريد کي ووژل شو.

د تيري پنجشنبې په ورځ، کله چي د پاکستان د مليشه ځواک دغه ۲۳ تنه غړي وتښتول شول، د « تحريک طلبه پاکستان» ډلي چي په خپل انګريزي مخفف TTP باندي مشهوره ده د دغه يرغمل نيوني پيښي مسئوليت پر غاړ واخيست. که څه هم دغه ډله په افغانستان کي له طالبانو سره متحده ده، خو په خپل هيواد پاکستان کي په ځانګړي توګه عمل کوي.

پاکستاني طالبان په ټول دغه هيواد کي نه يوازي پر امنيتي ځواکونو، بلکي د شعيه مسلمانانو په شمول پر ملکي وګړو هم حملې کوي.

امريکا متحده ايالات وخت په وخت په پاکستان کي د بي پيلوته الوتکو په واسطه پر طالبانو او د هغوی پر نورو افراطي متحدينو توغندي بريدونه کوي.

د پاکستان د پوليسو ( نيمه پوځيانو) د تښتوني سره موازي، طالبانو په اسلام آباد کي حکومت ته د خبرو اترو وړانديز وکړ. تر دغه وړانديز لږ وروسته په يو ويدويي پيغام کي د طالبانو يو قوماندن حکيم الله مسود د حکومت دا شرط چي له خبرو اترو څخه مخکي طالب جنګيالي بي وسلي شي يو د «خندا وړ» وړانديز وګانه.

د افغانستان د حکومت پر خلاف چي افغان طالبانو ته يي د خبرو اترو وړانديز کړی دئ، د پاکستان حکومت لا تراوسه پاکستاني طالب ياغيانو ته داسي وړانديز نه دئ کړی.