1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو څورلس کاله د مخه په دغه ورځ کابل ونيوی

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

د ۱۳۷۵ کال د تلي د مياشتي د شپږمي نيټي سهار وو چي کله د کابل ښاريان د خوبه پاڅيدل هري خوا ته ډله ډله طالبان ليدل کيدل.

https://p.dw.com/p/PODs
طالبان پر کابل باندي د ورتگ پر مهال
طالبان پر کابل باندي د ورتگ پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

طالبانو د کابل د نيولو سره سم اسلامي حکومت جوړ کړ د آزادو رسنيو فعاليت يي بندکړ، ښونځيو ته يي د نجونو د تګ مخه ونيوله او همدا راز يې نارينه د ږيرو په پريښودو او د نورو سنتونو په رعايت مکلف کړل.

طالبانو په داسي حال کي کابل ونيوه چي د مجاهدينو خپل منځيو کورنيو جګړو د دغه ښار خلک سخت په تنګ کړي ول.

د طالبانو لاس ته د کابل په لويدو سره د خلکو په ژوند کي ډير پراخ بدلونونه رامنځ ته سول.

نه يوازي دا چي جګړې خطمي نه سوي، بلکي په زرګونو نور افغانان هم ووژل سول او په سلهاوو زره نور د هيواد څخه کډوالۍ ته اړ سول.

طالبانو ۱۴ کاله دمخه په همدې ورځ د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټرنجيب الله او د هغه ورور د آريانا په څلورلاره کي په دار وځړول.

د کابل يو تن ښاري کوثر خان د طالبانو د ورتګ ورځ داسي يادوي

«طالبان هم د بهرنيانو د لاس اله وه، ډيري بدبختۍ د طالبانو له راتګ سره سم پيل سوې، ډير خلک دربدره سول زه دا ورځ هيڅ کله هم له ياده نه سم ايستلای».

يوه پېغله فهيمه بيا په دې نظر ده چي د طالبانو په دوران کي افغانستان۵۰ کاله شا ته ولويدی. «زموږ هر څه ټوک ټوک سول، بده ورځ وه، خلک ډير پريشانه ول، مور مي راته ويل چي بايد لڅ مخ د چادرۍ پرته دباندي ونه وزي، ما د ډيري بيري ژړل، نه پوهيدم چي طالبان به په رښتيا څومره بي رحمه وي».

د سياسي چارو د شنونکو په خبره، د دباندي دخوا د طالبانو د راتګ موخه دا وه چي د مجاهدينو د زړه توري حکومت پر ځای د افغانستان خلکو ته خپل نوي کسان په يوه بله څېره کي راولي.

په داسي حال کي چي طالبانو پينځه کاله په افغانستان کي حکومت وچلاوه خو د سعودي عربستان او پاکستان پرته کوم بل هيواد يي سياسي نظام په رسميت و نه پيژاند.

د سياسي چارو شنونکي جنرال عبدالواحد طاقت وايي چي د طالبانو د رژيم په راتګ او د ډاکټر نجيب الله په وژلو کي د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس وو.

« د روسيې استخباراتي ادره کي جي بي، په دې ويره کي وه چي د ډاکټر نجيب الله سره به اسناد وي، دا به افشا سي، او دی په هر څه پوهيږي او په راتلونکي کي د شورويانو ملګري نه سي کيدای دا يې يولامل وو. اي اس اي د ده له شخصيت څخه ډاريده چي که ډاکټر ژوندی وي ښايي هغه بيا يو ځواکمن افغانستان رامنځ ته کړي په داسي حال کي چي پاکستان هيڅ کله په خپل څنګ کي داسي يو افغانستان نه غواړي، هغه يو مزدور او لاس پوڅی افغانستان غواړي او همدا يې عامل وو چي ډاکټر نجيب الله يي د طآلبانو په لاس وواژه».

طالبانو د کابل تر ولکي وروسته پينځه کاله پر افغانستان واکمني وکړه او د اسلامي امارت په نامه يې خپل حکومت ژوندی وساته.

د طالبانو رژيم پينځه کاله وروسته په افغانستان کي د امريکا او شمالي ټلوالي په ملاتړ دړي وړي سو. هغوی په يوه اونۍ کي د افغانستان د ډيرو برخو څخه وايستل سول.

خو پر نوي حکومت د نهو کلونو په تيريدو لا هم ليدل کيږي چي طالبان يوار بيا داسي سر راپورته کړی چي د افغان حکومت ټول ملاتړ کونکي بهرني پوځونه يې هم د سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل