1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندز کي د يوه آلماني تښتول تائيد کړل

dpa/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

په کندز کي وسله والو طالبانو تائيد کړې ده چي د رواني اوونۍ په سر کي ئې د آلمان د يوې مرستندويي ټولني يو کار کوونکی تښتولی دئ. آلماني چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/1FDcv
انځور: ARIF KARIMI/AFP/Getty Images

په کندوز کي د غلام حسرت په مشرتوب وسله والو طالبانو د يوې ځايي ډلي يوه جنگيالي ملا ولي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي يو آلمانی يې په دغه ولايت کي تښتولی دئ.

دغه جنگيالي ويلي دي، دا چي له تښتول سوي آلمان سره به څه ډول چلن کيږي، تر اوسه پوري ئې په اړه پريکړه نه ده سوې.

په کندوز کي د پوليسو يوه لوی افسر چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي دا خبره تائيد کړې ده، چي د غلام حسرت ډلي له خوا د آلمان د «GIZ» موسسې يو کارکوونکی د رواني اوونۍ په سرکي تښتول سوی دئ.

دغه پوليس ويلي دي چي تښتول سوی جرمنی ژوندی دئ. هغه ويلي دي: «موږ اوس څه نسو کولای، ځکه بيريږو چي د هغه ژوند په خطر کي نه سي.

د آلمان خبري آژانس ليکي چي افغان پوليسو په دې اړه خبر نه لاره چي دغه آلماني مرستندوی له کندز څخه مزار شريف ته سفار کاوه.

په افغانستان کي د آلمان سفارت او د «GIZ» نړيوالي ټولني تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کي ده چي د کندز ولايت چارواکو ويلي دي چي که ئې کابل د امنيتي ځواک ملاتړ ونه کړي کيدای سي چي ټول ولايت ئې وسله وال طالبان ونيسي. دغو چارواکو ويلي دي چي د دغه ولایت د شپږو ولسواليو په څلورو کي ئې وسله وال طالبان پياوړی حضور لري.

د کندز د والي مرستيال حمدالله دانش له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي په دغه ولايت کي وسله وال طالبان ورځ تر بلي پياوړي کيږي او اوس د دې گواښ موجود دئ چي ټول ولايت په خپل کنترول کي راولي.