1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په وردکو کې د کلینیکو د پرانیستلو اجازه ورکړه

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ یو ځل بیا د سویډن کمیټې غیر دولتي مرستندویه سازمان ته اجازه ورکړه چې په وردک ولایت کې خپل روغتیایي مرکزونه او کلینيکونه پرانیزي. تر دې مخکې دغه مرکزونه د طالبانو د ګواښونو له کبله تړل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3MKeP
Afghanistan Taliban-Kämpfer in Farah
انځور: picture-alliance/AP Photo

جنجال هغه وخت رامنځ ته شو چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سویډن کمیټي یوه کلینیک دوه کارکوونکي او دوه «پای وازان» ووژل شول. افغان حکومت تر اوسه پورې په وردک ولایت کې د دغو ترسره شویو عملیاتو په اړه ډیر معلومات نه دي شریک کړي.

طالبانو تر دې وروسته د سویډن کمیټې مرستندویه سازمان ته وویل چې په وردک ولایت کې یې له خپلو ۷۷ کلینکونو څخه ۴۲ وتړل. طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي وو چې دغه اقدام یې «د ځینو ستونزو د شتون» له کبله او دا چې دا مرستدویه سازمان «بېطرفه نه دی»، کړی وو.

طالبانو د پیښې د رامنځ ته کیدو ټوله پړه پر افغان او امریکایي ځواکونو اچولې ده. خو د جمعې په ورځ بیا طالبانو اعلان وکړ چې «روغتیایي کمیټې یې په وردک ولایت کې د سویډن کمیټې د فعالیتونو د بیا بیلیدو اجازه ورکړې ده».

د سویډن کمیټې په وردکو کې پر خپل کلینیک باندې برید د یوې اعلامیې په خپرولو سره غندلی او هغه یې د نړیوال بشري قانون تر پښو لاندې کول بللي دي.

د سویډن کمیټي د طالبانو تر اعلان وروسته وویل، چې سمدستي یې د کلینیکونو په بیا پرانیستنې پیل کړی او له خپلو کارکوونکو یې غوښتي چې خپلو کارونو ته ستانه شي.

(ms/nz (afp