1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په سعودي کي خبري نه کوو

۱۳۹۰ بهمن ۱۲, چهارشنبه

طالبانو د چهار شنبي په ورځ هغه رپوټونه چي وایي دغه ډله به په سعودي عربستان کي یو دفتر پرانیزي رد کړل. دوی همداراز ویلي دي چي له امریکایانو سره ئې هم تر اوسه پوري ژوري خبري نه دي پیل کړي.

https://p.dw.com/p/13uJ3
د طالبانو د تحريک غړي
د طالبانو د تحريک غړيانځور: AP

د طالبانو په ویب پاڼه کي ویل شوي دي چي هغه آوازي چي ښایي طالبان به په سعودي عربستان کي یو سیاسي دفتر پرانیزي حقیقت نه لري.

دا په داسي حال کي ده چي یو افغان چارواکي چي د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبري کولي ویلي وو چي افغان دولت او طالبان به په سعودي عربستان کي خبري پیل کړي. دغو چارواکو ویلي وو چي دا خبري اتري به د قطر له بهیر سره کومه اړیکه و نه لري.

طالبانو اوس په قطر کي له متحده ایالاتو سره خبري اتري پیل کړي دي چي د افغانستان لس کلني جگړي ته د پای ټکی کیښږدي. هغوی تیره میاشت په ناڅاپي توگه اعلان وکړ چی په دوحه کي به یو سیاسي دفتر پرانیزي. اوس طالبانو پخپله انټرنیټي پاڼه کي لیکلي دي چي تر اوسه پوري ئې په قطر کي له امریکایانو سره د سولي خبري پیل کړي نه دي. په انټرنیټي پاڼه کي راغلي دي چي اوس لا دواړه خواوي په خپل منځ کي د اعتماد د فضا د رامنځته کولو په هڅه کي دي.

تر دې مخکي د افغانستان د رسنیو د دفتر مشر ویلي وو چی افغانستان به د قطر د سولي د بهیر تر څنگ د سولي له پاره خپلې هلی ځلي جاري وساتي. هغه زیاته کړې وه: «د افغانستان د حکومت دریځ مشخص دئ. موږ تل د سولي له پاره د قطر پر ځای سعودي عربستان ته ترجیح ورکوو.»

د افغان حکومت د رسنیو د دفتر مشر ویلي وو چي کیدای شي په سعودي عربستان کي هم د سولي خبري پیل شي. د کویټي په شورا کي د طالبانو د یوه چارواکي په خبره افغان حکومت ټینگار کوي چي د قطر تر څنگ په سعودي عربستان کي هم له طالبانو سره خبري اتري وکړي.

د دوشنبي په ورځ په سعودي عربستان کي میشت یو افغان ډیپلومات د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به په دغه هیواد کي خبري پیل شي. دغه چاروکي د خبرو له پاره کومه نیټه و نه ټاکله.

کاپوهان وایي چي افغان حکومت د قطر د سولي له بهیر څخه د لیري پاته کیدو په خاطر غواړي په سعودي عربستان کي له طالبانو سره خبري وکړي. که څه هم ولسمشر کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کړی دئ خو تل له دغه بهیر څخه د لیري پاته کیدو په اړه اندیښنه لري.

مسعود جهش (فرانس پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل