1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې ښوونځي تړلي دي

۱۳۹۷ فروردین ۱۷, جمعه

یوه ځایي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې طالبانو د افغانستان د لوګر ولایت په یوې ولسوالۍ کې ۳۰ ښوونځي تړلي دي چې له کبله یې تر یوولسو زرو ډیر زده کوونکي له ښوونځي پاتې شوي.

https://p.dw.com/p/2vbJj
Afghanistan Amani Oberrealschule in Kabul (Bildergalerie)
انځور: DW/H. Sirat

د لوګر ولایت ویاند سلیم شاه، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو دغه کار په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د طالبانو د یوه قوماندان د وژل کیدو په غبرګون کې ترسره کړی دی. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په دې ترتیب سره نو په سیمه کې ۲۰۰۰ نجونې هم ښوونځي ته له تلو څخه محرومې شوې دي.

ځايي مشران او حکومتي چارواکي له ورځو راهیسې له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دي چې دغه ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

د افغانستان له شمالي ولایت کندز څخه هم د ښوونځیو د تړل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د آلمان خبري آژانس د راډیو آزادي په حواله لیکلي دي چې د کندز له ۵۰۰ ښوونځیو څخه اوس نیمايي یې فعالیت نه شي کولای.

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني، ویلي دي چې د مارچ میاشتي په نیمايي کې د ښوونځي تر پیلیدو وروسته طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې ښوونځي بند ساتلي دي.

رباني زیاته کړې ده چې طالبان غواړي چې د دوې تر کنترول لاندې سیمو کې ښوونځي دې د دغې ډلې له طریقه تمویل شي. د ولایتي شورا یوه بل غړي سید عبدالله سادات، ویلي چې ستونزه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې افغان حکومت ښوونکو ته معاشونه د بانکي حسابونو له لارې حواله کړل چې دغه خبره پر طالبانو ښه و نه لږیده.

په کابل کې د معارف وزارت د مرستیال په حواله د افغانستان په کچه ټول ټال ۱۰۵۷ ښوونځي په ۲۴ ولایتونو کې تړل شوي دي.