1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو مخامخ بریدونو ته زور ورکړی

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

په اپریل میاشت کې د طالبانو د پسرلني عملیاتو له پیل راهیسې، دغې ډلې پر افغان پوځ او پولیسو باندې خپلو مخامخ بریدونو ته زور ورکړی دی. دغو بریدونو افغان امنیتي ځواکونو ته سخته مرګژوبله اړولې دي.

https://p.dw.com/p/2mAUH
Afghanistan Kabul Flughafen Anschlag Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/abaca/H. Sabawoon

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه ۱۶ کال ته ننوځي، خو بیا هم داسې نخښي نښانې نه شته چې وښيی د دې ډلې جنګیالي له جګړې ستړي شوي دي. خو دغه وضعيت بیا افغان ځواکونه ستړي کړي او د افغانانو امنیت یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته، افغان ځواکونه د مرګ ژوبلي ډيرښت، له دندې څخه د تیښتې او تش په نوم سرتیرو چې په اصل کې شتون نه لري خو معاش یې د نورو کسانو جیبونو ته ځي، تر سخت فشار لاندي دي.

د افغانستان د بیارغاوني د څار امریکا اداري (سیګار) ویلي دي چې د افغان ځواکونو تلفات په ۲۰۱۶م کال کې ۳۵ سلنه لوړ شوي او په دې کال کې ۶۸۰۰ افغان سرتیرو او پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لا تر اوسه پورې په روان کال کې د وژل شویو ځواکونو رسمي شمیرې نه دي خپرې شوي. خو سیګار بیا د ۲۰۱۷م کال په پیل کې ویلي ول چې د افغان ځواکونو په منځ کې د اصطکاک کچه ډیره زیاته لوړه ده. دا په دې معنی چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د بیلابیلو لاملونو له کبله د کمیدونکو ځواکونو د شمیر په پرتله د هغو کسانو شمیر ډیر ټیټ دي چې له دې ځواکونو سره یوځای کیږي.

خو په روان کال کې طالبانو خپل بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو باندې ممترکز کړي دي. دغه ډول لومړی برید د روان کال په پیل کې د کابل پر پوځي روغتون وو چې په پایله کې يې تر سلو پورې کسان ووژل شول. بل برید بیا په مزارشریف ښار کې د افغان پوځ پر یوه مرکز وو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۰۰ ډیر نور کسان ټپیان شول.

په می میاشت کې د طالبانو یو لړ بریدونو په کندهار کې۶۰ امنیتي ځواکونه ووژل. په زابل کې هم بیا یوه برید د۲۰ تنو پولیسو ژوند واخیست. تر دې وروسته بیا په بلخ ولایت کې طالبانو د دولت پولوي ۲۰ پولیس په یوه بل برید کې ووژل.

د دغه شان بریدونو لړۍ په ټول روان کال کې جاري وو خو اکتوبر میاشت بيا په ځانګړې توګه ډیره خونړۍ ده. یوازې په تیرو څور ورځو کې طالبانو د افغانستان په درو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کړي دي او تر ۱۲۰ ډیر افغان ځواکونه یې وژلي دي.

طالبانو د رواني اکتوبر میاشتي په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو له هغو موټرو کار اخیستي چې په نورو پیښې کې یې له افغان حکومت څخه نیولي دي.