1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له م.م سره د خبرو ليوالتيا ښوولې ده

نجيب الله زيارمل (آژانسونه، دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

ملگري ملتونه تلاښ کوي چي په افغانستان کي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي او بشري حقونو په اړه له طالبانو سره خبري وکړي. د دغه سازمان سياسي دفتر (يوناما) ويلي دي چي له خصوصي لارو داسي زگنال ور رسېدلی چي طالبان خبرو ته تيار دي.

https://p.dw.com/p/18nkA
A surrendering Taliban militant fighter stands with weapons as he and others are presented to the media at a government building in Herat on March 14, 2010. Thirty Taliban fighters from Herat province surrendered to government troops in Herat, west of the capital city of Kabul. AFP PHOTO/Arif Karimi (Photo credit should read ARIF KARIMI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Taliban in Heratانځور: ARIF KARIMI/AFP/Getty Images

په کابل کي د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر مشر جان کوبيز د سه شنبې په ورځ وويل، چي دوی هغه خبري تائيدوي چي څه موده دمخه يې له خصوصي لارو له طالبانو سره د بشري حقونو په اړه د خبرو اترو وړانديز کړی وو.

هغه وويل: «زه اوس دا خبره تائيدولای سم چي موږ د ارتباطي چينلونو له لاري په دې اړه د طالبانو مثبت جواب ترلاسه کړی دئ، چي غواړي د افغانستان په جگړه کي د ملکي تلفاتو د راکمېدو په اړه زموږ سره خبري وکړي. زه ئې هرکلی کوم.

په افغانستان کي د يوناما مشر جان کوبيز
په افغانستان کي د يوناما مشر جان کوبيزانځور: DW/Hosain Sirat

کوبيز زياته کړې ده چي د خبرو اترو له پاره اسلامي سازمانونو خپله ليوالتيا ښوولې ده. «موږ اوس د خبرو پر څرنگوالي باندي بحث کوو، چي دغه خبري اتري چي سبا پيليږي چي نن پيل سي ښه به وي.»

دا دوهم وار دی چي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر له طالبانو سره د خبرو اترو د تلاښ خبره کوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه هيڅ نه دي ويلي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي يوازي د روان کال له پيل راهيسي په افغانستان کي نزدې ۲۵۰۰ تنه ملکي وگړي وژل سوي او ټپيان سوي دي.

دا په افغانستان کي د يوناما د راپور له مخي د ۲۰۱۲ کال د ورته وخت په پرتله ۲۴ سلنه ډيروالي ښييٍ. د دغه دفتر د معلوماتو له مخي د وژل سوو او ټپي سوو کسانو هر پنځم تن یو کوچنی وو.

يوناما په داسي حال کي له طالبانو سره د خبرو کولو د تلاښ خبر ورکوي چي د روان کال د مارچ په مياشت کي دغه دفتر ويلي ول، چي دوی ته د طالبانو له خوا داسي زرغون څراغ ښوول سوی، چي په دغه هيواد کي د بشري حقونو د خونديتوب له پاره ور سره خبري وکړي.

څه موده دمخه د ملګرو ملتونو یوه راپور طالبان ګرم وبلل چي د ټولو ملکي تلفاتو ۸۱ سلنه د هغوی د وسله والو يرغلونو او ځانمرگو بريدونو په پايله کي رامنځ ته سوې ده. طالبانو بيا دغه سازمان له دوي څخه په دې اړه د معلوماتو په نه غوښتلو تورن کړ.

په افغانستان کي د قربانیانو ډيره برخه کوچنيان دي
په افغانستان کي د قربانیانو ډيره برخه کوچنيان ديانځور: DW/H. Hashimi

هغه وخت د دغه سازمان يوې وياندي مېرمن نيلاب مبارز ويلي ول: « موږ فکر کوو چې هغوی اوس موږ ته داسي بلنه راکړې ده چي ورسره د بشري حقونو په اړوندو مسایلو او بشري مرستو پر سر خبري وکړو او که داسي وي موږ یي هرکلی کوو.»

تر دې دمخه یو شېمر سیاسي او مدني خوځښتونو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي ول چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مشرتوب او څارونکی رول پر غاړه واخلي.

هغوی ویل چي ملګري ملتونه د سولي او سیاسي مذاکرو په برخه کې اوږده سابقه لري او ښايي په دې کار سره د سیاسي خبرو اترو پروسه په شفافه توګه پرمخ ولاړه سي.