1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له افغانستانه د آلمان د محلي همکارانو وتل مشکل کړي

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو کابو يو کال وروسته هم آلمان ته له خطر سره د مخامخ افغانانو د انتقال هڅو ته دوام ورکړی دی، خو واکمن طالبان په دې لار کې تل نوي خنډونه اچوي.

https://p.dw.com/p/4FF2w
Usbekistan, Taschkent | von der Bundeswehr evakierte Afghanen nach ihrer Ankuft aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د حکومت د معلوماتو په حواله طالبان آلمان ته د هغو افغان ښځو او نارینه وو د پلان شوي سفر مخه نيسي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی. د «شپيګل» مجلې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د داخلي معلوماتو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د په زرونو سيمه ايزو کار کوونکو، فعالانو او هنرمندانو له پاره په نظر کې نيول شوی بيړنی پروګرام په بيا بيا د طالبانو له خوا د نويو خنډونو له کبله له ځنډ سره مخامخ کيږي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د جولای مياشتي له پېل څخه د سپتمبر تر نيمایي پورې په ټوله کې د ۷۷۰۰ کسانو د راايستلو هدف، اوس لا ليرې بريښي: د «طالبانو له خوا د مخ پر زياتيدونکي کنترول له کبله» اوسمهال «دغه هدف داسې نه ښکاري چې ترلاسه به شي.»

د پاسپورت درلودو شرط

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د «ډي پي ای» خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې واضح کړې چې دمګړۍ د انتقال پروسه په ورو پر مخ ځي. طالبان يوازې هغو افغانانو ته د سفر اجازه ورکوي چې پاسپورت ولري –  په داسې حال کې چې اوس په افغانستان کې کابو هیڅ پاسپورتونه نه توضيع کيږي.

زياته شوې چې دا په ټولو ممکنه لارو د وتلو په برخه کې «يوه ستره ستونزه ده.»

Afghanistan Kabul | Anstehen für Pass | Taliban
آرشيف انځور: افغانان د پاسپورت اخیستو ته په کتار کې ولاړ ديانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

په دې توګه طالبان د پاکستان او آلمان ترمنځ د یوې هوکړې د عملي کيدو مخه هم نيسي چې له لارې یې د آلمان حکومت غوښتل ډېر شمیر هغه کسان را انتقال کړي چې ځانګړي محافظت ته اړتيا لري.

کابو ۷۵ سلنه سيمه ایز کارکوونکي او کورنۍ یې په آلمان کې دي

د آلمان د حکومت د داخلي احصايو په حواله دمګړۍ کابو لس زره افغانان ښځې او نارينه چې په آلمان کې یې د منل کیدو سند ترلاسه کړی دی، له افغانستان څخه د وتلو په انتظار دي. په دې کې هغه کابو ۱۸۰۰ افغانان هم شامل دي چې د آلمان حکومت په دې تېرو میاشتو کې د را ايستلو ژمنه ورسره کړې ده.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د جون مياشتې په پای کې ویلي ول چې تر دغي مودې پورې آلمان کابو ۲۱ زره افغانان منلي دي. د شنبې په ورځ ويل شوي چې تر ۱۷۰۰۰ ډېر سيمه ایز کارکوونکي او همدا راز د کورنۍ غړي یې په دې منځ کې آلمان ته رسېدلي دي. دا شمير د هغو کابو ۷۵ سلنه برخه جوړوي چې په آلمان کې د منل کيدو ژمنه ورسره شوې ده.

 د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

دغه کسان د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه نېټه د واک د ترلاسه کولو راهيسې له خطر سره مخامخ دي، ځکه چې د آلمان د پوځ سره یې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د تېر شل کلن پوځي ماموریت په ترڅ کې همکاري کړې ده.

له افغانستان څخه د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو د انخلا پر ګډوډي پروسې نيوکې کیږي او دا چې سيمه ایز همکاران او د اپوزيسيون غړي له دغه هيواد څخه هغه وخت نه دي راايستل شوي چې د طالبانو د قوي کيدو نخښې وليدل شوې. د آلمان په پارلمان کې يو څېړنیز کمېسيون پر نورو سربيره د دې پوښتنې د ځواب ترلاسه کولو هڅه هم کوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, kna, afp)