1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو د کندز د برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی

۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبه

طالبانو ویلي دي چې د په کندز کې د افغان هوايي ځواک غچ به واخلي. دغه برید چې د دوشنبې په ورځ په کندز کې د طالبانو تر کنترول لاندې پر یوې سیمې باندې شوی وو، طالبانو او ملکي کسانو ته سخته مرګ ژوبله واړوله.

https://p.dw.com/p/2vXTS
Afghanistan Symbolbild Taliban-Kämpfer
انځور: picture alliance/Photoshot

افغان حکومت وایي چې په کندز کې د دوشنبې د برید په ترڅ کې یې په دشت ارچي ولسوالي کې د طالبانو یو پوځي مرکز په نښه کړی دی چې په په ترڅ یې د دې ډلې یو شمیر قوماندانان چې د یوه برید پلان یې جوړاوه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي سرچینو او ځایي اوسیدونکو بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د برید په ترڅ کې یوه مدرسه په نښه شوې ده. هغوی زیاتوي چې د برید پر مهال په دې ځای کې د قاريانو د «دستاربندي» مراسم روان ول.

امنیتي سرچیني وایي چې په برید کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي چې پکښې د طالبانو قوماندانان هم شامل دي. د کندز ولایت د عامه روغتیا چارواکي وايي چې د پیښې له کبله دوی ته ۵۷ ټپیان راوړل شوي دي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې دغه برید غندل شوي او ژمنه شوې ده چې غچ به یې واخیستل شي. د فرانسې خبري آژانس یو خبریال د چهارشنبې په ورځ له طالبانو څخه تر اجازې ترلاسه کولو وروسته د برید سیمې ته تللي دی. د هغه په خبره د برید له کبله مدرسې او مسجد ته زیان نه دی رسیدلی، خو د مدرسې په حویلی کې چیرې چې د قاریانو د فراغت مراسم ترسره کیدل یو سوری لیدل شوی دی. ځایي اوسیدونکو ویلي دي چې دغه سوری له الوتکې څخه د یوه توغول شوي توغندي له کبله رامنځ ته شوی.

د فرانسې خبري آژانس خبریال همداراز یو شمیر خولۍ، لنګۍ او بوټان لیدلي دي چې د ځایي اوسیدونکو په حواله د پیښې د قربانیانو دي. په سیمه کې همداراز لږ تر لږه شپږ تازه قبرونه هم لیدل شوي دي.

څلویښت کلن عبدالله چې مدرسې ته نزدې اوسیږي او په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، ویلي دي چې هغه پخپله د برید شاهد وو: «د یوې بجې په شاوخوا کې موږ د مراسمو پای ته نزدې وو چې [د افغان هوایي ځواک] یوې الوتکې پر بیګناه ماشومانو باندې بمونه واچول.»

هغه زیاته کړې ده: «ګډودۍ رامنځ ته شوه. ماشومان او لویان هم د بمبارۍ له کبله ټپیان شول.»

په کندز او کابل کې افغان حکومتي چارواکي په برید کې د تلفاتو بیلابیلې شمیرې وړاندي کړي دي. ځیني خو آن وايي چې په برید کې ملکیان هیڅ نه دي وژل شوي. افغان پوځ په لومړي سر کې وویل چې ملکیان نه دي وژل شوي خو وروسته یې د ملکیانو د وژل کیدو پړه پر طالبانو باندې واچوله.

پوځ ویلي دي چې په برید کې د طالبانو ۱۸ قوماندانان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. خو د کندز د روغتون یوه ډاکټر بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په برید کې ټول تپي شوي کسان د توغندي په پارچو لګیدلی وو.