1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو د سولې په خبرو کې د خنډونو پړه پر امریکا اچولې

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د خنډونو پیدا کولو له کبله پر امریکا انتقاد کړی. طالبان او امريکا له یوې مودې راهیسې د سولې په مذاکراتو بوخت دي چې په پایله کې به یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

https://p.dw.com/p/3XI38
Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

طالبانو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې۴مه نیټه) پر امريکا متحده ايالاتو باندي د سولې د مذاکراتو پر وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کولو له کبله په ټولنيزو رسنيو کې نیوکې کړي دي.

واشنګټن او طالبان له یوې مودې راهیسې د افغانستان د سولې پر یوه احتمالي توافق په خبرو بوخت دي چې په پایله کې به یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

د یاد توافق پر اساس طالبان اړ دي چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي، داسې خبرې چې طالبانو تر اوسه پوري رد کړي دي.

پر دې ټولو سربیره، د مذاکراتو په تازه پړاو کې د لږ پرمختګ له کبله طالبانو پر سپینې ماڼۍ د خنډونو رامنځ ته کولو تور پورکړې دی. طالبان وايي چې توافق ته د رسیدو له پاره امریکايي لوري د غوښتنو یو بل لست دوی ته وړاندې کړی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې په دې هکله ویلي چې طالبان «د [شخړې] د حلولو له پاره اراده او ظرفیت لري.»

مجاهد په دې ټویټري پیغام کې همدار راز لیکلي دي: «د مذاکراتو پروسه د ترمپ د ټویټ، د امریکا متحده ایالاتو د ډیرو غوښتنو او د کابل او امریکايي چارواکو ترمنځ د ناندریو له کبله زیانمنه شوې ده. مایک پمپیو باید د تورونو له وضع کولو ډډه وکړي. زموږ موقف د دوی برعکس اساسي او متمرکز دی.»

د طالبانو دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامخې ته کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ازبکستان کې له ازبکستاني چارواکو سره په یوه کتنه کې وویل چې توافق ته د رسیدو له پاره طالبان باید تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې ظرفیت او موثق شواهد وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د طالبانو سرچینو اسوشیتیدي پریس خبري آژانس ته ویلي ول چې طالبان توافق ته د رسیدو له پاره د ۷ او لس ورځني اوربند له پاره چمتو دي خو په دې هکله دواړو لورو په رسمي توګه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.