1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د درقد ولسوالي نیولې ده

۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

د تخار ولایت د درقد ولسوالي نن سهار وختي طالبانو نیولې ده. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې جگړې شپږ ساعته دوام کړی دی. تخار ولایت له هغو سیمو څخه دی چې د دوشنبې د ورځې زلزلې له کبله ورته هم ځاني او مالي زیان اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/1GvEo
انځور: DW

د رویټرز خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله لیکلي دي چې طالب جنگیالیو د چهارشنبې په سهار وختي د تخار ولایت د درقد ولسوالي نیولې ده. دغه سیمه له تاجکستان سره پولې ته څیرمه پرته ده.

د درقد سیمه یو له هغو ځایونو څخه ده چې د دوشنبې په ورځ د رامنځ ته شوې زلزلې له کبله په زیاته اندازه د زیانونو په هلکه رپوټ نه دی ورکړل شوي.

ياد خبري آژانس د تخار ولایت د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر، له قوله لیکلي دي چې امنیتي ځواکونه تر شپږ ساعته جگړې وروسته له دغې ولسوالۍ څخه راوتلي دي.

هغه د مرگ ژوبلې په هکله هیڅ معلومات نه دي ورکړي خو د طالبانو ویاند په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې ۱۲ عسکر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره دوه طالبان هم وژل شوي او نور درې ټپیان دي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې مرستندویه سازمانونه کولای شي د زلزلې قربانیانو ته مرستې ورسوي، خو د جگړې دوام د مرستو پر مهال د هغوی د خونديتوب په هکله لویه پوښتنه راپورته کړې ده.

د زلزلې قربانیان له ستونزو سره مخامخ دي

د زلزلې د رامنځ ته کیدو له کبله په زرونو کسان له سړې هوا سره مخامخ دي او بیړنیو سرپناوو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

همداشان د ځمکې ښویدنې له کبله په ډيرو سیمو کې چې زلزلې پکښې زیانونه اړولې دي لارې بندې شوي او ارتباطي نظام یې له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د افغان چارواکو په وینا دوې عمومي لاري چې د تخار ولایت مرکز تالقان له کندز سره نښلوي او همداشان د جلا آباد او کابل تر منځ لویه لاره بیرته پرانیستل شوي دي.