1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خپلو بندیانو د خلاصیدو هر کلی کړی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16lBd

افغان طالبانو له پاکستاني زندانانو څخه د طالب بندیانو د آزادولو هرکلی کړی دي. د افغانستان د سولې د عالي شوری د مشر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته د سفر پر وخت د دغه هیواد چارواکو نهه طالب مشران له بند څخه آزاد کړي وو.

د طالبانو له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې دغسې گامونه به د «دواړو هیوادونو تر منځ پر یو بل د اعتماد په ډیریدو کې مرسته وکړي.» په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې ده دغه یو ښه گام دی او او مونږ به (طالبان) د نورو بندي طالبانو د اآزادیدو غوښتنه وکړو. خو طالبانو د دغه بندیانو په راخلاصولو کې د افغان دولت نقش ته هیڅ کومه اشاره نه ده کړې. تیره ورځ د سولي د عالي شوری مشر په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي وو چې په دغه درې ورځني سفر کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي.