1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خپلو انډيوالانو د ازادۍ هرکلی وکړ

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

افغان وسله والو طالبانو له پاکستاني زندانونو څخه د خپلو ملگرو د آزادېدو هرکلی کړی دئ. د افغانستان د سولي عالي شورا ويلي دي، چي له طالبانو سره به د خبرو لار تعقيب کړي.

https://p.dw.com/p/16lA0
انځور: picture-alliance/dpa

ويل کيږي چي په پاکستاني زندانونو کي په لسونو لوړپوړي او عادي طالب جنگیالي بنديان دي. افغان چارواکي هيله لري، چي د دغو کسانو له ازادېدو سره به له طالبانو سره د خبرو اترو لار پيدا کړي، او هغه ۱۱ کلني جگړې ته به د پای ټکی کښېږدي، چي له طالبانو سره روانه ده.

له هغه وروسته چي د افغانستان د سولي د عالي شورا لوړپوړي پلاوي تيره اوونۍ په پاکستان کي له پاکستاني چارواکو سره خبري اتري وکړې، پاکستان ۹ تنه پخواني طالب مشران ازاد کړل.

طالبانو ويلي دي، چي دغه ډول کارونه، لکه له زندانونو څخه د دوی د انډيوالانو ازادېدل «د دواړو خواوو ترمنځ اعتماد زياتوي». د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي: «ازادي د هرچا حق ده. دا ډير ښه اقدام دئ، او موږ د نورو [طالبانو] د ازادۍ غوښتونکي يو».

طالبانو د خپلو انډيوالانو د ازادۍ په برخه کي د افغان دولت تلاښونو ته اشاره نه ده کړې.

په افغانستان کي له بنده ازاد سوي طالبان
په افغانستان کي له بنده ازاد سوي طالبانانځور: AP

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۷) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي پاکستان ته د هغه درې ورځني سفر«ډېري ښې لاسته راوړني درلودې».

هغه وويل: «اسلام اباد ته زموږ د سفر موخه د افغانستان د سولي پروسې له پاره د پاکستان ملاتړ ترلاسه کول وو. زه کولای سم ووايم، چي سفر مو ښې لاسته راوړني لرلې.»

افغانستان په وارو وار له پاکستان څخه غوښتي ول، چي د طالب بنديانو په ازادېدو سره دي د افغانستان د سولي پروسې ملاتړ وکړي.

رباني دغه راز وويل: «زموږ په تلاښونو سره پاکستاني چارواکو دا ومنله چي د طالبانو ۹ تنه مشران ازاد کړي، چي دا د سولي پروسې په برخه کي د همکاريو يو مهم گام دئ.»

د ازاد سوو کسانو په ډله کي د طالبانو د وخت درې تنه واليان شامل دي. ويل کيږي، چي د طالبانو د وخت د عدليې وزير نورالدين ترابي به هم ازاد سي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض