1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د جاغوري او مالستان لارې وتړلې

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه

طالبانو د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو لارې تړلي دي. طالبان وایي چې که دولت په اجرستان ولسوالۍ کې د طالبانو ضد تصفیوي عملیات و نه دروي، نو دوی به دغه لارې تړلې وساتي.

https://p.dw.com/p/161JR
انځور: picture-alliance/dpa

د دغو ولسوالیو اوسیدونکي وايي چې د لارو له تړل کیدو سره په دې ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د جاغوري والسوال ظفر شریف، د جمعې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغو دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې له دوو ورځو راهیسي تړلي دي. د هغه په خبره تر اوسه پورې د دغو لارو د پرانیستلو له پاره هلو ځلو کومې پایلي نه دي لرلي.

ښاغلي شریف زیاته کړه: «د ګیلان لار دوې ورځي مخکې تړل شوې وه. د دولت مخالفینو د قره باغ لاره هم تړلې ده.»

ګیلان او قره باغ هغه دوې لارې دي چې د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د غزني له مرکز او کابل سره تړي. دغه دوې لارې په تیرو لسو کلونو کې ډیر وخت ناامنه پاتې شوې دي او طالبان ئې په اوږدو کې د خلکو د ازاد تگ راتگ مخه نیسي.

دولتي مامورین او زده کوونکي پر دغو دوو لارو باندې په ازاده توگه تگ راتگ نه شي کولای. که هغوی د طالبانو له خوا وپیژندل شي نو یا خو بندي کیږي او یا هم وژل کیږي.

طالبان څه غواړي؟

طالبانو ویلي دي چې تر هغه وخت پورې چې حکومت د اجرستان په ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات و نه دروي، دوی به دغه دوې لارې تړلې وساتي.

ښاغلي شریفي په دې اړه وویل: «طالبان وایي چې تاسو د اجرستان عملیات متوقف کړئ. دغه عملیات د غزني د امنیې قومانداني او لوړپوړو چارواکو پر لاره اچولي دي.»

د جاغوري ولسوال زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ خلک د اجرستان په عملیاتو کې ښکیل نه دي او نه شي کولای چې د دغو عملیاتو د ترسره کیدو مخه ونیسي.

ظفر شریف زیاته کړه چې د شنبې په ورځ به د جاغوري او مالستان د ولسوالیو سپین ږیري د دغې لارې د پرانیستلو له پاره له طالبانو سره خبرې اترې کوي.

د دغو دوو ولسوالیو د مواصلاتي لارو له بندیدو سره په دغو ځایونو کې خوراکي توکې کم شوي دي چې له کبله ئې د هغوی بیه لوړه شوې ده. د مالستان او جاغوري اوسیدونکي وایي چې دغه وضعیت هغوی ډیر اندیښمن کړي دي.

حسین سیرت/ کابل
کتونکی: مسعود جهش