1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

ځايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز باندي برید کړی اوس په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/2YNr7
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Imago/Xinhua

د بغلان د ولایتي شورا غړي حیات الله وفا، ویلي دي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ سهار د لسو بجو په شاوخوا کې له ټولو اړخونو څخه د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز باندي برید وکړ.

وفا ویلي دي چې د ولسوالۍ مرکز اوس هم د دولتي ځواکونو په لاس کې دی خو په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

د بغلان د ولایتي شورا یوه بل غړي اسدالله شهباز، بیا روښانه کړې ده چې اوس سیمه ته اضافي ځواکونه نزدې شوې دي چې طالبان بیرته پر شا کړي.

دغو دواړو چارواکو د نښتو له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل. لا تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بغلان د افغانستان په شمال ختیځه برخه یو له هغو ولایتونو څخه ده چې طالبان پکښې حضور لري او وخت نا وخت د دې ولایت د ولسوالیو پر مرکزونو باندي بریدونه کوي.