1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو حکومتي کارکوونکو ته مشروطه «عفوه» وړانديز کړې

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۱, شنبه

طالبانو د افغان حکومت او بهرنيو سازمانونو له پاره کار کوونکو ته «عفوه» وړانديز کړې ده. خو هغوی هغو کسانو ته ګواښ هم کړی چي دغه وړانديز نه ومني.

https://p.dw.com/p/1IsDN
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان وسله والې ډلې طالبانو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۱مه نېټه) هغو کسانو ته د «عفوې» ژمنه کړې چي د افغان حکومت له پاره کار کوي. يادي ډلې د دغې عفوې ژمنه د هغو کسانو سره هم کړې چي د بهرني سازمانونو سره کار کوي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي له بل اړخه طالبانو هغوی کسانو ته ګواښ هم کړی دی، چي د دوی دغه وړانديز نه ومني. ياد آژانس ليکلي چي په دې تړاو طالبانو يوه اعلاميه خپره کړې ده. خبري آژانس د دغه اعلاميې څخه نقل قول راوړی: «تاسو د افغان رژيم او د بهرنيو اشغالګرو سره کار پرېږدئ او د افغانستان اسلامي امارت ستاسو د ژوند او شتمنۍ د ساتلو وعده درکوي.»

په دې توګه سره داسي بريښي چي طالبانو خپله دغه «عفوه» تر هغو کسانو محدوده کړې چي نور د افغان حکومت او بهرنيانو سره کار ته د پای ټکی کښېږدي. طالبانو په خپله اعلاميه کي ګواښ کړی چي هغه کسان چي د دوی وړانديز ونه مني «هغوی به بېله فرقه چي چيري وتښتي، عدالت ته به کش سي.»

طالبانو په زياته بيا افغان امنيتي کسانو لکه عسکرو، پوليسو او طالبان ضد اربکيانو ته ګواښ کړی دی. طالبانو په خپله اعلاميه کي ويلي: «هر کس چي د کابل په اداره کي هر ډول دنده هم ولري، موږ يې دعوت کوو چي د اسلامي امارت د عفوې له اعلان څخه ګټه پورته کړي او خپل ځانونه او کورنۍ له شرمندګۍ او ضرر څخه وساتي.»

د طالبانو له لوري دا وروستۍ خپره سوې اعلاميه ده چي پکښي د حکومتي او امنيتي کسانو د بيرولو او ګواښلو هڅه سوې ده. دا په داسي حال کي چي طالبانو په فيزيکي بريدونو کي زياتوالی راوستی او د تښتونو په شمېر يې هم جګ کړی دی. د افغانستان پر لويو لارو هم حکومتي کارکوونکي له موټرو کښته کيږي او وژل کيږي.

د طالبانو د دغې اعلاميې خبر په داسي حال کي خپريږي چي د افغانستان په مرکزي ولايت پروان کي د ناټو پر يو قطار ځانمرګی بريد تر سره سوی دی. د پروان ولايت امنیه قومندان محمد زمان موموزي ويلي: «یو ځانمرګي بريد کوونکي د ناټو او افغان ځواکونو پر قطار د بګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو په سيمه کي ځان ټکر کړ.»

خو ناټو ويلي چي دغه ځانمرګی بريد نه بلکه د سړک د غاړي ماين ؤ. ناټو زیاته کړې چي په دغه بريد کي د دوی اړونده کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د افغانستان د ملي اردو وياند ويلي چي د پروان په بريد کي څو افغان امنيتي کسان ژوبل سوي دي. د دغه بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستې ده.