1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صوماليا: په موگه ديشوکې د جگړو ډېرېدل

۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبه

هره ورځ يرغلونه، هره ورځ مړي: د صومالياپه پلازمېنې موگه ديشوکې زورزياتی بياډېرشوی دی. اودا سره لدې چې په عين وخت کې د صوماليا د ملي پخلاېنې کانفرانس روان دی.

https://p.dw.com/p/DMqb
په صوماليا کې د شپاړسو کلونو راهيسې خونړۍ جگړې روانې دي
په صوماليا کې د شپاړسو کلونو راهيسې خونړۍ جگړې روانې ديانځور: AP

په صومالياکې د نفوذ لرونکو کورنيو د مشرانواو د هغه هېواد د سياستوالوغونډه بايد اصلاًصومالياته، چې له شپاړسوکلونوراهيسې خونړۍ جگړې پکښې روانې دي، سوله راوړي. خوداسې ښکاري چې د ملي پخلاېنې غونډه وضيعت نور هم خرابوي. اسلام پلوه جنگيالي د غونډې پرځای باندې د هاوان ډزې کوي، د صوماليامؤقتي حکومت او د هغه ايتوپيايي ملگري سرتيري د متقابلويرغلونوپه کولوسره ځواب ورکوي.


ناممکنه مرسته
مرسته کونکې ټولنې نور نشي کولاې چې خپل کارسرته ورسوي. د » Ärzte ohne Grenzen « يعنې بې پولې ډاکټران د مرسته کونکې ټولنې نړيوال رئيس کريستوف » فورنير «، د ١٣٨٦ کال د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د کېنياله پلازمېنې نايروبي نه له جگړه کونکوخواوونه غوښتنه وکړه، چې د نوموړې ټولنې کارکونکوته د دې چانس ورکړي چې خلکوته ځان ورورسولای شي. نوموړي بايد د تېرواوونيوپه ترڅ کې خپل کارکونکي بېرته صومالياته راوستلي وای. » فورنير « وويل:» نن ورځ د هغوي يوتن هم خپله دنده سرته نشي رسولای، يوتن هم نه. که څه هم چې مونږخپله مستقيماً د بريدونوهدف نه يو، خو د زورزياتي کچه لوړه ده اومونږته رامعلومېږي چې زمونږ د کاردرناوی نه کېږي. مونږدلته د حفاظتي بدرگې يا ځانگړې ساتنې غوښتنه نه کوو، مونږصرف غواړوچې زمونږ د بې پلوه، خپلواک اوبشري مأموريت درناوی وشي. «