1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: د زابل ۹ تښتول شوي مسافر آزاد کړی شوي

حسين سيرت۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د شنبې په ورځ په زابل ولایت کې د برمته شوو کسانو د آزادولو له پاره هڅې ادامه لري. زیاته شوې چې ۱۶ تنه تښتول شوي چې له ډلې یې نهه تنه د امنیتي ځواکونو د هڅو او د مخورو په منځگړتوب آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HAKp
انځور: Mirwais Jalalzai

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په زابل کي د برمته نیونې د پیښې د جزئیاتو او دا چې د برمته نیونکو غوښتني څه دي، په هکله کافي معلومات لري. خو هغه زیاته کړې ده چې د مسافرو د آزادولو په هکله د خبرو اترو د ناکامۍ له کبله نه شي کولای جزئیات په ډاگه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل ځایي چارواکي دا خبره تائیدوي چې دغه برمته نیول د طالبانو کار دی. دغه شپاړلس تنه د شنبې (د نوامبر ۲۱مه نېټه) په سهار وختي هغه وخت ونیول شول چې وسله والو څلور سرویس موټرې د زابل ولایت په نورک، سیمه کې ودرولې او د رپوټونو له مخې د هزاره قوم وگړي یې ترې کښته کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «د ۱۶ مسافرو له ډلې څخه چې تیره ورځ برمته نیول شوي وو، نهه تنه آزاد شوي دي. اوس موږ کوښښ کوو چې باقي پاتې مسافر هم آزاد شي. دا زموږ دنده ده.»

«جزيات نه شو په ډاګه کولای»

صدیق صدیقي په دې هکله د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه او ویې ویل چې د جزئیاتو په ډاگه کول، کیدلای شي هغه هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړي چې د هغوی د ژوند ژغورلو په موخه پیل شوي دي: «که چیرې زیات جزئیات ووایم چې برمته نیونکي څوک دي او څه غواړي، ممکنه ده زموږ هڅې له ستونزو سره مخامخ شي.»

لا تر اوسه معلومه نه ده چې د برمته نیونکو غوښتنې څه دي، خو افغان حکومت په تیر دوبي کې د ۱۹ برمته شوو کسانو د آزادیدو په بدل کې څو تنه ازبک ترهگر آزاد کړل.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې هڅه کیږي، د برمته نیونو مخه ونیول شي. دا په روان کال کې دوهم وار دی چې په زابل ولایت کې د تروریستانو له لوري مسافر برمته کیږي.

په زابل ولایت کې د برمته نیونې پیښې د افغان دولت له پاره په لوی سرخوږي اوښتي دي. د روان کال په دوبي کې ۳۱ تنه په زابل ولایت کې برمته ونیول شول چې د حکومت او مخورو د خبرو اترو په پایله کې ۱۹ تنه آزاد شول خو درې اوونۍ وړاندې له اوو برمته شوو کسانو څخه د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې سرونه پریکړل شول. دغه تروریستي عمل د خلکو د غوسې سبب وگرځید او په کابل کې یې په هکله ستر لاریونونه وشول.