1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: د قانون د ملاتړ له ایتلاف څخه ملاتړ کوو

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د افغان حکومت یو شمېر مخالفو سیاسي ټلوالو له قانون څخه د ملاتړ د پارلماني ډلي له هغه دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ کوم چې د ولسمشر کرزي د وروستي فرمان په باب یې غوره کړی دی.

https://p.dw.com/p/12G19
امرالله صالح
امرالله صالحانځور: AP

ولسمشر کرزي تیره اونۍ د یوه فرمان په ترځ کې د ټول ټاکنو کمیسیون ته دستور ورکړ چې د انتخاباتي لانجو په باب د اختصاصي محکمې پریکړې پلي کړي.

له قانون څخه د ملاتړ پارلماني ډله وایې چې هیچا ته به د پارلمان د ۶۲ تنو غړو د بدلون حق ورنکړي، او په دغه برخه کې یو شمېر سیاسي خوځښتونه هم ورسره ملګري سوي دي.

دغې ډلي د څلورمي ورځي لپاره خپل اعتصاب ته دوام ورکړی دی.

د تغیر او امید ګوند چې مشري یې ډاکټر عبدالله عبدالله کوي د قانون څخه د ملاتړ پارلماني ډلي ملاتړ ته ور دانګلي او وایي چې ولسمشر په خپله دغه هڅه غواړي د ولسواکۍ بهیر ته ماته ورکړي.

د تغیر او امید د سیاسي خوځښت ویاند سید آقا فاضل سانچارکی پدې هکله وايي:

« ولسمشر او بل هیڅ څوک به پرېنږدو چې په افغانستان کې د قانون ماتولو او د ولس واکۍ د بهیر د ځپلو لپاره ګامونه پورته کړي، مونږ به د افغانستان د پارلمان له منتخبو وکیلانو سره په خوا کې ولاړ یو او هرې قربانۍ ته به لبیک ووایو.»

له بل لوري د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخواني رئيس امرالله صالح بیا وویل چې د پارلمان هیڅ یو اوسنی غړی به د پارلمان له غړي توب څخه محروم نه سي.

امرالله صالح پر حکومت تور ولګاوه چې له یوه لوري ځان ته د قانون ملاتړي وايي او له بل لوري په رڼا ورځ قانون تر پښو لاندي کوي.

امرالله صالح وویل چې که چیرته د پارلمان غړي ترینه د هر راز مرستي غوښتنه وکړي دې ورته چمتو دی:

« زه د پارلمان له درنو استازو حمایت کوم. زمونږ دغه ملاتړ به که اړتیا وي یوه ورځ لفظي وي، که یې اړتیا وي هغه به سیاسي وي، او که داسي ورځ وي چې زمونږ له شبکو څخه د مرستي غوښتنه وسي زه به تر مخ یم او ملګري به مې له شا وي او ستاسو هر راز فرمایش ته به ښه راغلاست ووایو.»

د پارلمان د اوسنیو غړو او حکومت ترمنځ د تیرې چهارشنبې له ورځي راهیسي او هغه هم د ولسمشر کرزي د فرمان له صادرېدو وروسته لانجه را پورته سوې ده .

که څه هم د پارلمان د قانون څخه د ملاتړ ډلې تر نن ورځي پوري خپل اعتصاب ته دوام ورکړی خو د ټول ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی به هرو مرو دغې لانجې ته چې اوس ولسمشر دوی ته حواله کړې یوه د حل لاره ومومي.

له قانون څخه د ملاتړ د پارلماني ډلي مشر عبدالظاهر قدیر ولسمشر ته ګوت څنډنه وکړه چې له خپلي پریکړې دي پر شا سي که نه نو د دوی لاریونونه به لومړي د ارګ دروازی ته ور ورسیږي او وروسته به یې د ولسمشرۍ له څوکۍ هم وشړي:

« ولسمشره که تا پام و نه کړ، خپلي تیروتنې دي اصلاح نه کړې، دا مظاهري به د ولسمشرۍ د ماڼۍ دروازو ته ورسیږي. هغه وخت به مونږ له تا و نه غواړو چې ولسمشره راسره قانون سم کړه، هغه وخت به ستا استعفا وغواړو او درسره به مخه ښه وکړو.»

د یادوني وړ ده چې د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ولسمشر د فرمان سره سم به د پارلمان لانجه د قانون په رڼا کې هواره کړي.

د دغه کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د تیري پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی به په راتلونکو څو ورځو کې په دې باب خپله وروستۍ پریکړه اعلام کړي.

مرويس جلالزی/کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی