شپږ مليونه انسانان بيرته خپلو هيوادو ته نسي تلای
۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبهاعلان
هغه انسانان چي ددغو هيوادوڅخه نورو هيوادوته مهاجر سوي دي ، نسي کولای په آسانۍ سره بيرته خپل ټاټوبي ته ولاړ سي.
ددغو هيوادو څخه همدااوس تقريبأ ۶ مليونه انسانان تر ۵ کلو اضافه په نورو هيوادو کښي په مهاجرت کښي شپې او ورځي تيروي ، چه تر ټولو دمخه د پرمختيايي هيوادو دپاره يو لوی بار دی.
ځکه ددغو مهاجرينو ۴ پر پنځمه برخه په ټوله دنيا کښي دهغو انسانانو او ټولنو لخوا قبليږي ، چي پخپله په ډيرو غريبو خلګو پوري اړه لري.
د ملګرو ملتو د مهاجرينو سازمان UNHCR خاصتأ د صنعتي هيوادو څخه غوښتنه کوي ،چي د هغو سره ډير همدردي وکي ، اووايي چه بايد ډير څه وسي ، تر څو د حل يوه لار پيدا سي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی : محمد قاسم نوري