1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جینګ پینګ د دوهمې پنځې کلنې دورې له پاره ولسمشر وټاکل شو

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

د چین د خلق د ملي کانګرس غړو د شنبې په ورځ د چین د ولسمشر په توګه شي جینګ پینګ او د هغه مرستیال وانګ د دوهمې پنځه کلنې دورې له پاره په غوڅ اکثریت سره ټاکلي دي.

https://p.dw.com/p/2uWFS
China Präsident Xi einstimmig im Amt bestätigt
انځور: Reuters/Jason Lee

دا چي دغه کنګرې تر مخه په قانون کي د تغير له مخي د ولسمشر د دورې محدوديت له منځه وړی ؤ نو په دې ترتیب نوموړی اوس کولی شي چې د نامحدودو دورو له پاره دغه موقف ولري. د نوموړي نږدې متحدین بیا د هغه د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي.

د چین د خلق ملي کنګرې د شنبې په ورځ ولسمشر شي د دوهمې پنځه کلنې دورې له پاره په غوڅ اکثریت سره وټاکه. په دې ټاکنو کې ټول ۲۹۷۰ رایې د ۶۴ کلن ولسمشر شي په ګټه کارول شوي. د تیرې یکشنې په ورځ د پارلمان د وکیلانو د رایې په نتیجه اوس نوموړی کولی شي چې د نامحدودو ولسمشریزو دورو له پاره ځان نوماند کړي. په دې رایه اچونه کې د چین د پارلمان وکیلانو د دې هیواد د ولسمشر او د هغه د مرستیال د کاري دورې پر سر محدودیت له مخې لیرې کړ.

په ورته وخت کې د شي نږدې متحد وانګ کیشان د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل شوي. د رایې اچونې په ترڅ کې ۲۹۶۹ رایې د هغه په ګټه او یوازې ۱ رایه د هغه پر ضد اچول شوې وه. وروسته له هغې چې د چین د خلق په ستر صالون کې د رایې پایلې اعلان شوې، وانګ د درنښت سر کوز کړ او له ولسمشر شي خوا ته ور روان شو چې لاس ورکړي.

China Präsident Xi einstimmig im Amt bestätigt
د چین و لسمشر د لوړې مراسم ادأ کړل او د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د چین ولسمشري کويانځور: Reuters/Jason Lee

د ولسمشر د مرستیال مهم که سمبولیک رول

په تیرو لسیزو کې د چین په حکومت کې د ولسمشر د مرستیال رول تر ډیره پورې سمبولیک وو خو داسې اټکلونه شته چې که څه هم وانګ د کمونیست ګوند لوړپوړی غړی نه دی، خو بیا هم د چین نوی مرستیال ولسمشر وانګ به د شي لخوا په ځینو مهمو انتخاب شوو مسائلو کې ښکیل کړل شي. د چین په اساسي قانون کې راغلي چې د ولسمشر مرستیال کولی شي له ولسمشر سره په کارونو کې مرسته وکړي او د هغه په استازیتوب کولی شي چې د ولسمشریزې دندې هم پر مخ یوسي.

تر همدا تیر کال پورې ۶۹ کلن وانګ د چین د کمونیست ګوند د دسپلین د څارنې د مرکزي کمیسیون مسوول وو. د تیرو پنځو کلونو په ترڅ کې دغه کمیسیون یو اعشاریه پنځه میلیونه چارواکو ته سزاګانې ورکړي دي. په دې چارواکو کې د ټیټې درجې چارواکو نه نیولې تر سیمه ایزو مشرانو او جنرالانو پورې شامل دي.

په عین وخت کې د چین د کمونیست ګوند په داخل کې وانګ بیا د دې ګوند یو عادي غړی دی او د ګوند کوم لوړ پوړی مقام په لاس کې نه لري. تراوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د یاد ګوند لوړ پوړي چارواکي به په لوړه درجه جوړ شوي جوړښت یا ساختار کې له دې راز غیر عادي وضعیت سره څنګه برخورد وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: