1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيرزی: پوليس د قاچاقبرانو څخه رشوت اخلي

۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي تيره ورځ پدغه ولايت کي د ځوانانو سره د يوې غونډي پرمهال ددغه ولايت يو شمير ملي او سرحدي پوليس افسران د نشه يي توکيو له قاچاقبرو سره په مرسته تورن کړل.

https://p.dw.com/p/RFQP
د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی او د هغه ولايت امنيه قوماندان علي شاه پکتيا وال.
د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی او د هغه ولايت امنيه قوماندان علي شاه پکتيا وال.انځور: DW

والي وويل دا مهال د ننګرهار په يو شمير سيمو کي نږدې اوه سوه هکتاره ځمکه کي کوکنار کرل سوي چي دوی يي د لمنځه وړلو هڅه کوي او د نشه موادو پرضد به خپلي مبارزي ته دوام ورکوي.

« د پولي دواړو غاړو ته قاچاقبران بزګرانو ته په خپلو ځمکو کي د کوکنارو د کر په بدل پيسي ورکوي ، په پوليسو کي هم يو شمير منصبدران سته چي د نشه يي توکيو پرضد فعاليت نه کوي ، او له قاچاقبرو څخه رشوت اخلي.»

ښاغلي شيرزي وويل چي مرکزي دولت بايد د ملي اردو په شان پوليس هم له يو ولايته بل ته د دندي لپاره واستوي تر څو اصلاحات رامنځ ته سي.

« دا اوس داسي ولسوالان سته چي راته درواغ وايي او د درواغو راپورونه راکوي چي په سيمه کي يې کوکنار نه دي کرل سوي خو چي خبريږيم کوکنار پکښي سته.»

د ننګرهار ولايت امنيي قومندا علي شاه پکتيا وال وويل چي دا د ننګرهار ولايت ته اوس اوس راغلي خو بيا يي هم د پوليسو په ليکو کي اصلاحات پيل کړي دي .

« که د پوليسو په کوم چارواکي رشوت ثابت سو نو ډير ژر به ورسره قانوني چلند وشي او پاته سوه د کوکنارو خبره نو د هغه پرضد هم کمپاينونه روان دي او د نورو امنيتي ادارو سره په تفاهم به يي د صفر تر کچي وروسو.»

علي شاه دا هم وويل چي دا مهال د ننګرهار په دوو ولسواليو پچيراګام او غني خيلو کي کوکنار لمنځه وړل سوي او په نورو سيمو کي يي هم پرضد کمپاين روان دی.

دا په داسي حال کي ده چي څه وخت مخکي د ننګرهار د سرحدي ليوا قومندان امين الله امرخيل ددغه ولايت د والي په شمول يو شمير نور دولتي چارواکي له قاچاقبرو سره په مرسته تورن کړي ول.

شمعه احمدزۍ/ جلال اباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل