1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ او پوتین د اوکراین پر جګړه خبرې کړي

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

کريملین وايي د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتین خپل آلماني سیال اولاف شولتڅ ته د جمعې په ورځ وويل چې د اوکراین پر زيربناوو د مسکو د بریدونو ادامه اجتناب نا پزیره دي او لويديځ ېې پر «وراونونکي» سیاست تورن کړ.

https://p.dw.com/p/4KPAY
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ (ښي لور) او د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین د دسمبر په دوهمه د اوکراین پر موضوع یو ساعت پر ټيلفون خبرې وکړې
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ (ښي لور) او د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین د دسمبر په دوهمه د اوکراین پر موضوع یو ساعت پر ټيلفون خبرې وکړېانځور: Russian Presidential Press Service/Odd Andersen/AFP/dpa/picture alliance

پوتين او شولتڅ د جمعې په ورځ (د دسمبر ۲مه) پر ټيلفون يو ساعت خبرې کړي دي. دا د سپتمبر له نیمايي راورسته د دواړو هیوادونو د رهبرانو تر منځ لومړنۍ ټيلفوني اړيکه ده.

کريلمين تر دغې تيلفوني اړېکې وروسته په یوه اعلامیه کې وويل، «یادونه وشوه چې د روسېې وسلوال ځواک د اوږدې مودې راهیسې له دقیقو توغندویزو بریدونو ډډه کړې وه.»

په اعلامیه کې زیاته شوې، «خو اوس دغه اقدامات د روسېې پر ملکي زیربناو د کيف د پاروونکو حملو په ځواب کې پر یو اجباري او د نه ډډې کولو وړ ځواب باندې بدل شوي دي.»

بایدن په شرایطو د پوتین سره خبرو ته حاضر دی

روسېې په ورستیو اوونیو کې د اوکراین د انرژۍ زيربناوې تر سختو حملو لاندې راوستلي دي چې په نتيجه کې ېې په میلیونونو اوکراینيان په داسې حال کې چې ژمی هم رانژدې شوی، له برېښنا پرته په سړه هوا او تیاره کې ژوند کوي.

د فرانسې خبري آژانس له مسکوه ليکي چې پوتین وويل د اوکراین د لويديځو متحدینو له خوا «مالي او سیاسي ملاتړ پر دغه حقیقت منجر شوی چې کیف د مذاکراتو هر ډول نظریه رد کړي.»

د کيف ښاروال خلکو ته: په کورونو کې مو اوبه او ډوډۍ زیرمه کړئ

برلین وايي چې د آلمان صدراعظم، د جمعې ورځې په خبرو کې پر پوتين فشار راوړ تر څو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د ځواکونو د ایستلو په ګډون، یوې ديپلوماتيکي حل لارې په لټه کې شي.

د آلمان د صداعظم ویاند، سیتفن هیبستراید وویل: «صدراعظم د روسې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د امکان تر حده هر څومره ژر چې وي، د روسي ځواکونو د ایستلو په ګډون، ېوې ديپلوماتيکي حل لارې ته حاضر شي.»

د آلمان دافع هوا سیستم لرونکي ګيپارډ ټانک، آلمان غواړي دغه ډول شپږ اضافي ټانکونه اوکراین ته ولیږي
د آلمان دافع هوا سیستم لرونکي ګيپارډ ټانک، آلمان غواړي دغه ډول شپږ اضافي ټانکونه اوکراین ته ولیږيانځور: Thomas Imo/photothek/IMAGO

سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

هغه زیاته کړه، شولتڅ د دغې يو ساعته ټيلفوني اړيکې په جریان کې «په اوکراین کې په ځانګړې توګه پر ملکي زیربناو د روسېې حملې وغندلې او د روسېې د یرغل په مقابل کې ېې د اوکراین د دفاعي وړتيا په موخه د آلمان پر ملاتړ ټينګار وکړ.«

دواړو رهبرانو همدارنګه نړيوال خوراکي خوندیتوب پر موضوع چې د اوکراین جګړې له کبله تر فشار لاندې ده، هم وغږيدل. شولڅ او پوتين په اوکراين کې د جګړې پر موضوع وخت ناوخت ټيلفوني اړيکې لرلي دي. د دوی وروستي ټيلفوني اړيکه د سپتمبر په نیمايي کې وه چې ۹۰ دقیقې ېې دوام وکړ. شولتڅ له هماغه وخت راهیسې له پوتين څخه غواړي تر څو د «یو اوربند له مخې یوې ممکنه ديپلوماتيکي حل لارې باندې جوړجاړي ته کيني.»

کیف: د اوکراینيانو د ستالین د وخت عمدي وژنه تکراریږي

په ورته وخت کې رويټرز د آلمان حکومت په حواله ليکي چې آلمان اوکراین ته د ۷ اضافي ګيپراډ ټانکونو استولو ته تیاری نیسي. دغه دافع هوا سیستم لرونکي ټانکونه به پر هغو ۳۰ نورو ټانکونو ورزیات شي چې تر دې مخکې د روسيي ځواکونو پر ضد استعمال شوي دي.

د یو بل خبر له مخې آلمان همدارنګه اوکراین ته په سلونو د برېښنا جنراتورنه استوي. د آلمان د تخنيکي مرستو فدرالي ادارې (THW) د جمعې په ورځ وويل چې تر اوسه پورې ېې نژدې ۱۵۰ دستګاوې لیږلي او ۳۲۰ نور جنراتورنه هم استولو ته اماده دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز. 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل