1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهنواز تڼی: که د جګړې په ډګر کي همږغي را منځ ته نسي د عامو خلکو د وژلو بهير به ادامه ولري

۱۳۸۹ مرداد ۵, سه‌شنبه

د افغانستان ددفاع پخواني وزير جنرال شهنواز تڼي د المان ږغ راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کي ويلي دي چي د ملکي وگړو د وژلو تر ټولو ستر لامل دادی چي د کشف او استخباراتي ارگانونو اطلاعات سم نه دي

https://p.dw.com/p/OVO1
د افغانستان د دفاع پخوانی وزير جنرال شهنواز تڼی
د افغانستان د دفاع پخوانی وزير جنرال شهنواز تڼیانځور: DW

د ناټو د ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړوند انديښنې ډيرې شوي دي

په افغانستان کي له تيرو نهو کلونو راهيسي ستونزمنه او د کړاوونو څخه ډکه موضوع د عامو خلکو مرګ ژوبله ده چي د جګړو د کرښي څخه د باندي هر کال په سل هاوه تنه عام وګړي قرباني کيږي.

سره لدې چي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو په اړه ملگرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو جوړښتونو او افغان ولسمشر له لخوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په هکله په کراتو انديښنه ښودل سوې ده ولي بيا هم ددې پيښو مخنيوی نه دی سوی.

دا چي د ناټو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي لاملونه څه دي، د دغو پيښومخنيوی څنگه کيدای سي او د دوام په صورت کي به يې اغيزې څه وي دې پوښتنو ته د دفاع پخوانی وزير جنرال شهنواز تڼي د المان ږغ راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کي جوابونه ويلي دي.

جنرال تڼی وايي چي، د ملکي وژنو تر ټول ستر لامل دا دی چي د کشف او استخباراتي ارګانونو اطلاعات سم ندي او په پوځي قرارګاوو کي هم د دغو اطلاعاتو په برخه کي اړينې څېړني نه ترسره کيږي.

هغه وايي چي د جګړه ايزو عملياتو د ترسره کيدو څخه افغان دولت هم خبر نه وي او ګډ عملياتي پلانونو نه دي موجود نو له همدې امله هم په پوځي عملياتو کي عامو وګړو ته مرګ ژوبله رامنځ ته کيږي.

جنرال تڼی وايي چي د افغانستان په وروستيو نهو کلونو کي داسي پيښې رامنځ ته سوي او نه يوازي داچي دغه عمل د جګړې پر اړخونو ناوړه اغيزه شيندي بلکي عام وګړي يې ډير اندېښمن کړي او ددغه کار څخه وسله وال مخالفين ګټه هم پورته کوي.

شهنواز تـڼی وايي چي تر هغه مهاله چي د دولت او نړيوالو پوځي ځواکنو ترمنځ په جګړه ايزو عملياتو کي همغږي رامنځ ته نسي د عامو وګړو د مرګ ژوبلي بهير به په همدې ډول ادامه پيدا کړي.

د تڼي په خبره په دې برخه کي د يوې پوځي ستراتيژۍ د جوړولو موضوع ډيره اړينه بريښي او په دې برخه کي افغان دولت بايد اړين ګامونه پورته کړي.

انور بری پال /کابل

کتونکی. زيارمل