1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکي: له مخکي طرحه سوي پريکړي به پر جرگې تحميل سي

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

د سیاسي چارو يو شمېر کارپوهان دوديزي جرگې ته د ولسمشر کرزي وينا احساساتي بولي او وايي، چي د خپلې دورې نيمگړتياوي ئې و نه ويلې، او يو شمېر بيا جرگه له لويه سره نمايشي بولي او وايي چي ټول کار مخکي له مخکي جوړ سوی دئ.

https://p.dw.com/p/13CD1
لويه جرگه
لويه جرگهانځور: DW

دوديزي لويي جرګې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د وينا په تړاو شنونکي بېلابېل نظرونه لري. کرزي په خپله وينا کي وويل، چي د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون به د افغانانو په ګټه وي.

ده د شپې له خوا خپلسري عملياتو بندول، په افغانستان کي د ټولو بهرنيو زندانونو تړل، له افغان حکومت سره د موازي جوړښتونو له منځه وړل له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له پاره د خپلو شرطونو په توګه ياد کړل.

سره له دې چي سياسي کارپوهان د ستراتيژيک تړون په برخه کي د ولسمشر کرزي څرګندوني واضح بولي، خو نيوکه کوي چي ښاغلي کرزي هڅه وکړه چي په تيرو لسو کلونو کي د خپلي واکمنۍ نيمګړتياوي پټي کړي.

د سياسي چارو شنونکي يونس فکور دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل:« ولسمشر کرزي په هيواد کي د يو بشپړ ټيکاو له پاره خپل پروګرامونه او ژمني روښانه نه کړې.»

هغه په ټوليزه توګه د ولسمشر کرزي وينا احساساتي بولي.

« ده خو دا ونه ويل چي زه به په خپل کور کي د زمري په څير عدالت قايموم، بيا به امريکايانو ته وايم چي زما په کورنيو چارو کي مداخلت مه کوی.»

له بل لوري د سياسي او حقوقي چارو څېړونکی محمد اجمل هوډمن بيا په دې باور دئ چي جرګه په هغه بڼه پيل نه سوه چي هيلي ځنې کېدې.

ده وړاندوينه وکړه چي په جرګه کي به له مخکي طرح سوي پريکړي د مشورې په نوم د جرګې پر ګډونوالو تحميل کړای شي.

خو د نړيوالو اړيکو د چارو څيړونکی عبدالله الهام جمالزي، بيا د ولسمشر کرزي وينا يوه هر اړخيزه او تاريخي وبلله.

ده وويل د ستراتيژيک تړون په برخه کي د ولسمشر کرزي خبري قناعت بخښونکي وې او ښايي چي د افغانستان ګاونډيان به هم په دې قانع شوي وي، چي له نړيوالو سره زموږ اړيکي د هيڅ هيواد له پاره ګواښ نه دي.

« زه فکر کوم چي ده تر ډيره پوري هڅه وکړه چي په سيمه کي خپلو دوستانو او هم هغو هيوادونو ته چي دده په وينا ورونه هيوادونه ئې دي، قناعت ورکړي او هم خپل ولس يا هم هغه کسان چي د ستراتيژيک تړون او د ستراتيژيکو ملګرتياوو په اړه د حکومت پر کړنو شک لري قانع کړي.»

دوديزه لويه جرګه د چهارشنبې په ( نومبر۱۶) شاوخوا ۱۰نيمي بجې تر کلکو امنيتي تدبيرونولاندي د ولسمشر کرزي په وينا پيل شوه.

د جرګې له پاره د اداري پلاوي د ټاکل کيدو ترڅنګ ۴۰کمېسيونونه هم جوړ شول، چي د ستراتيژيک تړون پر ټولو اړخونه به څلور ورځي بحثونه کوي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل