1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا یو وار بیا د لنډ واټن توغندي ازمویلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه

د سویلي کوریا پوځ د شمالي کوریا له خوا د یوې نوې توغندیزې آزموينې خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دغه هیواد د هودو له نیمه ټاپو څخه څو توغندي توغولي دي. امریکا ویلي دي چې د شمالي کوریا نظامي تحرکات په دقت سره څاري.

https://p.dw.com/p/3Hv85
Nordkorea Kim Jong Un in Pjöngjang
انځور: picture-allianvce/AP Photo/Korean Central News Agency

د شنبې ورځې (د می میاشتې ۴) سهار وختي شمالي کوریا د یوه نوي توغندي آزموينه کړې ده. د ونسان ساحلي ښار ته نږدې د هودو له نیمه ټاپو څخه د لنډې فاصلې څو توغندي توغول شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د سویلي کوریا له پلازمېنې سئول څخه د شمالي کوریا له خوا د څو توغندیو د توغول کیدو خبر ورکړی دی.

نوموړي آژانس زیاته کړې ده چې د شمالي کوریا د دغه اقدام هدف د اټومي تسليحاتو په سر د خبرو اترو په ارتباط پر امریکا د فشار زیاتول دي. د دغو توغندیو توغول د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په ۹ بجو پيل او ۲۱ دقیقې یي دوام وکړ.

له دغې آزموېنې څخه د شمالي کوریا هدف څه دی؟

په یوه ورته رپوټ کې چې د آلمان خبري آژانس (dpa) له خوا خپور شوی دی راغلي دي، چې دغه توغندي چې له ۷۰ څخه تر ۲۰۰ کیلومتره پورې فاصله کې وهلی شي، تر توغول کیدو وروسته د ختیځ سمندر په اوبو کې لویدلي دي.

د امریکا د حکومت ویاندې سارا ساندرز، د شمالي کوریا د آزموينې په هکله ویلي دي چې امریکا له دې موضوع څخه خبره وه او په ډیر دقت سره د شمالي کوریا نظامي فعالیتونه تعقيبوي.

د فرانسې خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام لیکلي دي چې دا د ۲۰۱۷م کال تر نومبر میاشتې وروسته لومړنۍ آزموينه ده چې د شمالي کوریا له خوا ترسره کیږي.

د شمالي کوریا رهبر کيم جونګ اون، تیر کال په سینګاپور کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره موافقې ته رسیدلی وو او ويلي يې ول چې کوریا به له اټومي وسلو څخه پاکوي.

د روان کال په جنورۍ کې د شمالي کوریا د رهبر او ترمپ تر منځ د خبرو اترو وروستي پړاو چې د ویتام په پلازمېنه هانوي کې ترسره شوی وو کومه نتیجه نه وه ورکړې.

شمالي کوریا د خپلو اټومي فعالیتونو د بندولو په بدل کې د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. په همدې ارتباط د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر کانګ کیونګ وا، د شمالي کوریا له مسئولينو غوښتي ول چې که شمالي کوریا په بشپړ ډول د بندیزنو لیري کیدل غواړي، نو باید د اټومي بی وسلي کیدو په برخه کې دې «ملموس، مشخص او اساسي» ګامونه پورته کړي.

مخکې تر دې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چو ون هوی، د امریکا د بندیزونو سیاست د دوام په صورت کې د نامطلوبو پایلو څخه خبرداری وکړی وو.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ص