1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د توغندي «بریالۍ» ازموينه تایید کړه

۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبه

شمالي کوریا دا تایید کړه چي د منځني واټن ویشتونکی یو بالستیک توغندی يې ازمویلی دی. د دې ازموینې پر سر د سلامشورو له پاره، د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2XS1O
Japan Fernsehen - Nordkorea Raketentest - Bild von Kim Jong-un
انځور: picture-alliance/Kyodo

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه) دا تائيد کړه چي د منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ازموینه یې کړې ده. دغه هيواد د خپلو وسلو د پروګرام اړوند د ډیر پرمختګ ادعا هم وکړه.

د شمالي کوریا ملي خبري آژانس «KCNA» خبر ورکړی چې «د یکشنبې په ورځ د پوک ګوک سانګ ۲ په نامه له ځمکې څخه ځمکې ته د منځني واټن یو بالستیکي توغندی په بریالیتوب سره ازمویل شوی دی.»

یاد خبري آژانس همدا راز ویلي دي چې د ازموینې پرمهال د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ ان هم موجود وو او «د یوې بلې قوي اټومي بریدکونکې وسلې په درلودلو یې کوم چې د دې هیواد په طاقت کي اضافه راولي، خپل ډیر رضایت وښود.»

یاد خبري آژانس همدا راز اعلان وکړ چې: «د وسلو د نوي ستراتیژيکي سیستم د پرمختګ له امله، زموږ د خلکو پوځ په خپلو ستراتیژیکي دندو کې هغه که د ځمکې پر سر وي او که تر اوبو لاندې د پخوا په پرتله اوس په ډیر دقت او سرعت سره خپله سراتيژيکه دندې ترسره کولای شي.»

وروسته له هغې چې د جاپان په اوبو کې یاد توغندی وزامویل شو، د دې ازموینې خبر د یکشنبې په ورځ لومړی د جنوبي کوریا د دفاع وزارت لخوا ورکړل شو.

دغه ازموینه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د جاپان لومړی وزیر شنزو ابې د امریکا متحده ایالاتو په رسمي سفر بوخت وو او له ولسمشر ترمپ سره یې هم ولیدل. د یکشنبې ورځې د توغندي ازموینه د ترمپ د دارې په موده کې د پیونګ یانګ لخوا لومړنۍ د توغندي ازموینه وه او تر ډیره پورې دغه ازموینه د امریکا د نوي ولسمشر د چلنج کولو په معنی تعبير سوې وه.

د یکشنبې په ورځ ناوخته، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د هیات ویاندي تائيد کړل چي د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه کړې ترڅو د یاد توغندې د ازموینې پر سر خبرې وکړي. دغه عاجله غونډه به ښايي د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته ترسره شي.

پاروونکی او د نه منلو وړ

د پیونګ یانګ دغه کار د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ډیر غبرګونونه را وپارول. د جنوبي کوریا دفاع وزارت ویلي دي چې د توغندي ازموینه «نه یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه ليک څخه ښکاره سرغړونه ده بلکه د کوریا د ټاپووزمې او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې امنیت او ثبات ته ستر ګواښ دی.»

د ناټو سرمنشي ينس شټولټنبرګ ویلي چې شمالي کوریا باید له «نورو پارولو لاس په سر شي» او پر شمالي کوریا یې ږغ وکړ چې «له نړیوالې ټولنې سره دې با اعتماده او نتیجه لرونکي خبرې وکړي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې، فیدریکا موګيریني په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د شمالي کوریا لخوا خپل نړیوال مسولیت ته نه پام کول، پاروونکی او د نه منلو دی.»

د ملګرو ملتونو د یو پرېکړه ليک په اساس، پیونګ یانګ د هر ډول بالستیک ټکنالوجۍ له درلودو څخه منع کړل شوی دی.

په ۲۰۰۶م کال کې د شمالي کوریا لخوا د لومړني توغندي له ازمویلو وروسته، دغه هیواد د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ شو. پر کوریا باندې وضع شوو بندیزونو د دې هیواد له لورې د وسلو د پرمختګ په سرعت کې کوم بدلون نه دی رامنځ ته کړی. تیر کال هم شمالي کوریا د اټومي او توغندیو د پرمختګ له پاره دوه اټومي او د توغندیو یو شمیر ازموینې ترسره کړې.

د شمالي کوریا مشر، د نوي کال په وینا کې ویلي وو چې له قارې څخه بلې قارې ته د توغندي د ازموینې چمتوالی په وروستي پړاو کې دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):