1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د اټومي جګړې تمرین کړی

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

د دولتي رسنیو په وینا، د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د اونۍ په پای کې د «ځوابي اتومي برید تمثيل« لپاره د نظامي مانور مشري وکړه. د « جي ۷»هیوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر عدم فعاليت انتقاد وکړ.

https://p.dw.com/p/4Ovpl
Nordkorea | Raketentest
انځور: KCNA/KNS/dpa/picture alliance

د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس کی سي ان ای په وینا، د «اټومي مقابلې» تمرين کې د اتومي سرگلولو توغندي توغول هم شامل دي. واکمن کیم جونګ اون له نظامي تمریناتو څخه خپل «ډاډ » څرګند کړی چې مشري یې نوموړي پخپله کوله.

ياد خبري آژانس د کيم جونگ اون له قوله زياته کړې: «دغه تمرین د دې لپاره ترسره شو چې اړونده واحدونه د دوی د تاکتیکي اټومي برید ماموریت پلي کولو له پاره له پروسیجرونو او پروسو سره آشنا کړي.»

شمالي کوریا ـ کيم جونگ اون او لوريې په پوځي تمريناتو کې
شمالي کوریا ـ کيم جونگ اون او لوريې په پوځي تمريناتو کېانځور: KCNA/KNS/dpa/picture alliance

د شمالي کوریا وروستي پوځي تمرينات هم ظاهرا د سویلي کوریا او متحده ایالاتو د ګډو تمریناتو پر وړاندې غبرګون دی چې تیره دوشنبه پیل شول. تمه کیږي چې په تېرو پنځو کلونو کې دا تر ټولو لوی پوځي تمرینات تر پنجشنبې ورځې دوام وکړي. په پیونګ یانګ کې مشرتابه د مقابل لوري مانورونو ته د شمالي کوريا د اشغال کولو له پاره د چمتووالي په سترگه گوري او په پرله پسې ډول یې د «پراخو اقداماتو» ګواښ کړی دی.

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

«جدي پارونې»

د اوه مخکښو صنعتي هېوادونو »جي ۷« ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا د توغنديو وروستۍ آزموينې وغندلې او ویې ويل چې دا سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت زیانمنوي.

 په «جي ۷» ډله کې پر امريکا متحده ایالات او جاپان سربیره، آلمان، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او کاناډا هم شامل دي.

شمالي کوريا غواړي د امريکا او سويلي کوريا د ګډ مانور په وړاندې غبرګون وښيي

 سویلي کوریا د «جدي پارونې» خبره وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي. جي ۷ ټینگار وکړ چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا عدم فعاليت د افسوس وړ دی. د جي ۷ د بهرنيو چارو وزيرانو ظاهراً چين او روسیې ته په اشارې سره وويل چې د ملګرو ملتونو د دې تر ټولو ځواکمن ارګان انفرادي غړيو د نورو اقداماتو مخه نيولې ده.