1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د اوربند ۶۰ کلیزه ولمانځله

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبه

شمالي کوریا د یوه پوځي مارش په ترڅ کې د کوریا د جګړې د پای شپتیمه کلیزه ولمانځله. دغه اوربند په شمالي کوریا کې د «بریا د ورځې» په توګه لمانځل کیږي. دغه جګړې د ۱۹۵۰م کال څخه تر ۱۹۵۳م کاله پورې دوام وکړ.

https://p.dw.com/p/19FAu
انځور: Reuters

د شمالي کوریا دولتي خبري تلویزون په پلازمینه پیونګ یانګ کې یو لاریون ښوولی دی چې نندارچیانو یې کېم جونګ اون ته د وفادارۍ نعرې وهلې. د چین مرستیال ولسمشر هم په دغه پوځي لاریون کې د ګډون له پاره دغه هیواد ته سفر کړی وو او د کېم جونګ اونګ سره یې د کېم اېل سونګ په څلور لارې کې په دغه لمانځنه کې ګډون وکړ.

دغه لمانځنه د شمالي کوریا له لوري په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. جنګي جېټ او څرخي الوتکو د هغې څلور لارې له پاسه الوتنې کولې چې د سرتیرو، د کوریا د جګړې د پخوانیو عسکرو او همداشان له دیپلوماتونو څخه ډکه وه.

کېم جونګ اون، په دغه غونډه کې وینا ونه کړه او دغه کار یې پوځي سلاکار چویې راین هایي ته پریښی وو. خو د شمالي کوریا د عادي خبرو په پرتله د نوموړي پوځي سلاکار وینا معتدله وه.

د شمالي کوریا واکمن کېم جونګ اون، د چین له مرستیال ولسمشر لي يوانچاو سره
د شمالي کوریا واکمن کېم جونګ اون، د چین له مرستیال ولسمشر لي يوانچاو سرهانځور: picture-alliance/AP

چویي په خپله وینا کې وویل چې هیواد یې سولې او همداشان د بهرنیو د حملې څخه د خپل ځان دفاع ته د لومړیتوب په سترګه ګوري.

د دغه درې کلنې جګړې اوربند په شمالي کوریا کې د «بریا د ورځې» په توګه لمانځل کیږي، که څه هم دغه شخړه د ځمکو د وېش په سر یوه جوړ جاړي ته د رسیدو په ترڅ کې له منځه تللې وه.

د کوریا په جګړه کې د شمالي کوریا او چین پوځونه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ملګرو ملتونو او جنوبي کوریا د پوځونو پر وړاندې وجنګیدل. دغه جګړه د ۱۹۵۳م کال د جولای د میاشتې پر ۲۷مه نیټه د یوه تړون د لاسلیکولو له لارې پای ته ورسیده. په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۲،۵ میلیونه انسانان ووژل شول.

خو د کوریا ټاپو وزمه د تخنیکي لحاظه لا تر اوسه هم د جنګ په حالت کې قرار لري او د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ ویشل شوې ده.

بارک اوباما هم د یادون په غونډه کې ګډون وکړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د شنبې په ورځ د کوریا د جګړی د اوربند د شپیتمی کالیزی په مناسبت په مراسمو کې ګډون وکړ او د کوریا د جګړې د یادګارڅلي په وړاندې یې خبرې وکړې. اوباما د شنبې ورځ، د کوریا د جګړې د پخوانيو سرتیرو او اوربند د ملي ورځې په توګه یاده کړه.

هغه دغه راز له هغو امریکایي سرتیرو څخه ستاینه وکړه چې د کوریا په جګړه کی برخه اخیستې وه. اوباما وویل چې د جګړې څخه شپیته کاله وروسته، جنوبي کوریا د نړۍ په یوه ستر اقتصادي ځواک او د متحده ایالاتو په یوې ټینګې متحدې بدله شوې ده.