1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمالي کوريا چين ته هم خبرداری ورکړی دی»

احمد ولي اڅکزی (د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبه

شمالي کوريا په خپله لهجه کي توندوالی زيات کړی دی. ويل کيږي چي نوموړي هيواد په دې لړ کي د يو شمېر لوېديځو هيوادونو تر څنگ خپل ملگري هيواد چين ته هم وړانديز کړی چي له پيونگيانگ څخه خپل دیپلوماتان وباسي.

https://p.dw.com/p/18Au2
انځور: Reuters/KCNA

د آلمان د خبري آژانس د يوه رپوټ پر اساس شمالي کوريا چين ته وړانديز کړی دی چي د دې هیواد له پلازمینې څخه خپل سفارتي کارکوونکي وباسي. نوموړي خبري آژانس د دغه خبر مبنع ځینې «باخبره» کسان یاد کړي دي. د دغه رپوټ له مخې چين لا تر اوسه په دې هکله پرېکړه نه ده کړې چي د شمالي کوریا د دې وړاندیز پر وړاندې څه ډول غبرگون ښکاره کړي.

تر دې مخکې پيونگيانگ ويلي وو چي د یوه ممکنه کړکیچ په صورت کي د بهرنيو سفارتي کارکوونکو امنيتي ضمانت نه شي کولای. شمالي کوريا په پیانگیانگ کې د بیلابیلو هیوادون دیپلوماتانو ته د اپريل میاشتې تر لسمې نیټې پورې وخت ورکړی وو چې له دې هیواد څخه ووځي. د شمالي کوريا دغه وړانديز د اروپايي ټولنې هيوادونو سویدن، پولند، بلغاريا او چک جمهوريت تر څنگ روسيې ته هم شوی دی.

آلمان او بريتانیا ته لا تر اوسه پورې له پيونگيانگ څخه د دیپلوماتانو د ايستلو وړانديز نه دی شوی. په پيونگيانگ کي د آلمان سفارت لا تر اوسه په دې هکله پریکړه نه ده کړې چي خپل آلماني کارکوونکي له شمالي کوریا څخه راوباسي او که نه.

د سويلي کوريا وگړو صنعتي پارک پریښی دی

امريکا متحده ايالاتو د شمالي کوريا د نوو توندو څرگندونو پر وړاندې سوړ غبرگون ښوولی دی. د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د شمالي کوریا وروستي اقدامات پاروونکي بللي دي. امریکا په عينې حال کې د شمالي کوريا له لوري د نوو توغندیو د آزموینې امکان هم نه دی رد کړی.

د «يونهاپ» خبري آژانس په وينا د شمالي کوريا پوځ د جمعې په ورځ د منځني واټن دويم توغندی د هيواد ختيځ ساحل ته لیږدولی دی. تر دې يوه ورځ مخکې د شمالي کوريا د دفاع وزارت ويلي وو چي ختيځ ساحل ته يې د منځني واټن يو توغندی لېږدولی دی. دغه توغندي چي تر ۴۰۰۰ کلومترو پورې لیرې پراته هدفونه په نښه کولای شي، د دې توان لري چې په سويلي کوريا، جاپان او په گوام جزيره کي امریکایي پوځي اډې په نښه کړي. سويلي کوريا په غبرگون کي خپلو سواحلو ته دوه جنگي بېړۍ استولي دي چي د توغنديو ضد سیستمونه لري.

د جاپان «کيودو» نومي خبري آژانس ویلي دي چي امریکا هم ښايي د شمالي کوریا د اقداماتو پر وړاندې غبرگون وښيي. زياته شوې ده چي امريکا له دې اړه غور کوي چي جاپان ته «Global Hawk» ډوله جاسوسي الوتکې واستوې.

په عينې حال کي د سويلي کوريا ډیر شمیر اوسیدونکو د کیسونگ صنعتي پارک پریښی دی. نوموړی صنعتي پارک د پيونگيانگ او سيول يوه گډه پروژه ده. دا په داسې حال کي ده چي شمالي کوريا له څو ورځو راهيسې دغه پارک ته ورتلونکي لارې بندې کړې دي.

مخ په زیاتېدونکی توندوالی

د کوريا په نيمه ټاپو سيمه کي د فبروري میاشتې راهيسې وضعه کړکېچنه ده. په دې میاشت کې شمالي کوريا خپله دريمه اتومي آزموينه تر سره کړه چې له کبله یې ملگرو ملتونو ورباندې خپل بندیزونه لا پسې سخت کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب