1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د توغندی توغولو ته تياری نيسي

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه

د شمالي کوریا د لیري واټن ویشتونکي توغندی د تیاري چاري وروستي پړاو ته رسیدلي دي. په پام کي ده چي دغه هيواد به په راروانه اوونۍ کي دغه توغندی وتوغوي.

https://p.dw.com/p/14ZlA
انځور: dapd

د شمالي کوریا دغه پلان له نړیوال فشار سره مخامخ دئ، امریکا او ملاتړکوونکي ئې وایي چې په اصل کې دا د یوه لیري واټن ویشتونکي توغندی ازموینه ده، خو د شمالي کوریا چارواکي پردې ټینگار کوي چې په دې توغندی سره فضا ته يو سټلايټ لیږدوي، او وايي چي يوازي او يوازي ساینسي او څیړنیزه موخه لري.

هغوی د خپل دغه دریځ د روښانه کولو له پاره بهرني خبریالان د Tongchang-ri فضایي مرکز ته هم وربللي دي او هغوی ته ئې د Unha – 3 توغندی هم ور ښوولی دئ.

د نوموړي فضایي مرکز مشر جنگ مایوینگ جن، خبریالانو ته وویل: «دا د خندا وړ خبره ده چې ووایو دا د توغندی ازموینه ده» د هغه په وینا د دوی هیواد حق لري چې سټلایټونه جوړ کړي.

د دغه هیواد د فضایي چارو مرکز د چارواکو په وینا دغه سټلايټ به په هیواد کې د ځنگلونو او طبيعي وسایلو په اړه معلومات راټولي. د بلي خوا په شمالي کوریا کي د دغه هیواد د پخواني مشر کم ایل سونگ د ۱۰۰مي کالیزي له پاره چمتو والی هم روان دئ.

د چارواکو په وینا دغه توغندی به د اپریل د میاشتي له ۱۲نیټې څخه تر۱۶نیټې پوري هوا ته وتوغول شي. د اپریل د میاشتي پنځلسمه نېټه د شمالي کوریا د وفات شوي مشر کم ایل سونگ کالیزه ده.

نړیوال غبرگونونه

متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا دغه اقدام غندلی دئ او ویلي ئې دي چې دا د ملگرو ملتونو له هغه پریکړه لیک څخه سرغړونه ده چې موخه ئې د شمالي کوریا د توغندیو د فعالیتونو مخ نیوی دئ. خو د شمالي کوریا یوازینی ملاتړ کوونکی چین ددې شخړي د هوارۍ له پاره د خبرو اتروغوښتنه کړې ده.

د چین دولتي خبري آژانس Xinhua خبر ورکړی دئ چې د یکشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر د جنوبي کوریا او جاپان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه کتنه کې هم ددغي موضوع پر سر انديښنه ښوولې ده.

د نوموړي دولتي خبري آژانس په حواله چین هیله څرگنده کړې ده چې ټول اړخونه به په سړه سینه دې موضوع ته پاملرنه وکړي او ددغي شخړه ییزي موضوع پر سر لیري والی باید د خبرو اترو له لاري حل شي.

په عیني وخت کې د جاپان لومړي وزیر یوشیکو نودا، هم خبرداری ورکړی دئ، چي که دغه توغندی د دوی خاوري ته گواښ پیښوي نو دوی ئې ویشتلو ته چمتو دي. همدا شان جنوبي کوريا هم دغه ډول خبرداری ورکړی دئ.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل