1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا، امريکا او جنوبي کوريا په اټومي وسلې گواښلي

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

شمالي کوریا د امريکا او جنوبي کوريا گډ ستر پوځي مانورونه یو لمسونونکی اقدام بللی او دغه دواړه هيوادونه ئې په اټومي وسلو گواښلي دي. واشنگټن دغه گواښ ته په کراره جواب ويلی.

https://p.dw.com/p/1I8LZ
Atomtests in Nordkorea
انځور: picture-alliance/dpa

د شمالي کوريا کمونيستي رژيم د امریکا او جنوبي کوريا د گډو پوځي مانورونو په درشل کي د خپل گاونډي هيواد (جنوبي کوريا) په اړه د خبرو انداز تند کړی دئ.

د شمالي کوريا د ملي دفاع کمېسيون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۷مه) پر امريکا تور ولگاوه چي د «بې پردې اټومي مانورونو» او پر شمالي کوريا باندي يرغل ته تياری نيسي.

پيونگ يانگ په دې اړه په يوه خپره کړې بيانيه کي گواښ کړی دئ چي «پر دښمن به اټومي بريد وکړي.»

په دغه وينا پاڼه کي دغه راز راغلي دي چي په جنوبي کوريا کي پر هدفونو سربيره به په امريکا کي هم ځيني ځايونه هدف وگرځي او شمالي کوريا «به يوازي يوه تڼۍ کښېکاږي، څو د لمسوونکو ټولي پوځي اډې له خاورو سره خاوري کړي.»

د شمالي کوريا د دفاع وزارت دغه راز گواښ کړی دئ، چي که د دښمن له اړخه د يرغل ډېره کوچنۍ نخښه هم حس سي، «د شمالي کوريا پوځ او وگړي به ئې له دغه وخته گټه واخلي او د کوريا د ډېرو وگړو هغه غوښتنه چي د کورياوو بيا يووالی دئ په يوه عدالت غوښتونکي جنگ سره پوره سي.»

امريکا متحدو ايالاتونو او جنوبي کوريا د پيونگ يانگ، له تندو گواښونو سره سره خپل گډ څو اوونيز پوځي مانورونه چي هر کال په پسرلي کي کيږي پيل کړي دي.

د امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا نوی مځکني مانورونه چي دوې مياشتي به دوام وکړي د «ځوان شاهين» او قوماندې د زده کړي ۱۲ ورځني مانورونه د «کليدي حل لاري» په نوم پيليږي.

د دغو مانورونو گډي قوماندانۍ د شمالي کوريا تورونه رد کړي دي او روښانه کړې ئې ده چي هدف ئې پر شمالي کوريا باندي يرغل کولو ته تياری نه دئ او نه ئې هم مانورونه لمسوونکی اړخ لري.

د رسنيو د راپورونو له مخي په دغو مانورونو کي ۱۷ زره امريکايي او ۳۰۰ زره کوريايي عسکر برخه اخلي.

دا لومړی وار نه دئ چي شمالي کوريا دغه دواړه هيوادونه په اټومي وسلو گواښي. درې کاله دمخه هم پيونگ يانگ، امريکا ته گواښ کړی وو چي دغه هيواد به خپل د اټومي وسلو هدف وگرځوي.

واشنگټن د شمالي کوريا دغه گواښ ته جدي غبرگون نه دی ښوولی. د امریکا د دفاع وزارت د يوه چارواکي په خبره، شمالي کوريا تر اوسه پوري ثابته کړې نه ده چي گويا داسي توغندی دي ولري چي ليري واټن دي وويشتلای سي.

هغه زياته کړې ده: «پر دې سربيره امريکايي ځواکونه پوره تياری لري چي د دغه شان يوې پيښي مخنیوی وکولای سي.»