1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شل کلن افغان مهاجر سربستان کي په ډزو وژل سوی

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

د سربستان هيواد په يو ځنګل کي د يو ځوان افغان مهاجر مړی موندل سوی دی. د دغه هيواد پوليسو ويلي چي د پيښي په تړاو يې پلټنې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JoQV
انځور: picture-alliance/dpa/D. Savic

د سربستان د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي د بلغاريې و پولې ته نژدې يې د يو مهاجر مړی موندلی دی. د رايټرز خبري آژانس د راپور له مخي ياد وزارت ويلي چي دغه مړی په يو ځنګل کي موندل سوی دی.

آژانس د بلګراد د چارواکو په حواله ليکلي دي چي دغه مهاجر چي مړی يې موندل سوی افغان او عمر يې شل کلن دی. زیاته سوې دغه شل کلن افغان په ډزو وژل سوی دی.

د سربستان د دفاعي چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۴مه نېټه) وويل چي د شل کلن افغان مهاجر د وژل کېدو په تړاو يې د ښکاريانو د ډلې يو غړی نيولي دي. خو دغه وزارت نه دي ويلي چي ايا د نيول سوي کس څخه د قتل په تور او که د تصادف په ترڅ کي د وژلو په تړاو پوښتني ګروېږني کيږي.

د دغه شل کلن افغان مهاجر مړی په داسي حال کي موندل سوی چي په سربستان کي ګڼ شمېر خلک د کال په دغه وخت کي و ځنګلونو ته د ښکار په مقصد مخ کوي. ښکاريان په دغه موسم کي د هوسيانو، ګيدړو او مرغانو ښکار کوي. زياتره دغه ښکار د شپې پر وخت تر سره کيږي.

په سربستان کي پر دې خبره هم زياتي لانجې رامنځ ته سوي چي د افغانانو په شمول زيات شمېر مهاجر د دغه هيواد په لار و لوېديځو اروپايي هيوادونو ته د رسېدو هڅه کوي.

د سربستان لومړي وزير الېکزاندر ووچيچ د جولای په مياشت کي ويلي ول چي پوليس او پوځ به په ګډه د سربستان پر پولو ګزمې وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):