1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شلڅ: د اعدام په تړاو په آلمان کي ولسپوښتنه نه منو

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعه

آلماني سياستوال مارټين شلڅ په آلمان کي دننه د ترکانو د هغې احتمالي ولسپوښتني مخالفت کړی، چي په ترکيه کي به د اعدام سزا بېرته رامنځ کولو په تړاو وي.

https://p.dw.com/p/2cPZ8
Saarland Landtagswahlen Martin Schulz
انځور: picture alliance/dpa/M.Tantussi

د آلمان د صدراعظمۍ له پاره په راتلونکو ټاکنو کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند کانديد مارټين شلڅ د «شپيګل» نومي آلماني رسنۍ سره خبري کړي دي. هغه ويلي چي په آلمان کي دننه د اوسېدونکو ترکانو تر منځ په ترکيه کي د اعدام د سزار د بېرته رامنځ ټه کولو د احتمالي ولسپوښتني پر ضد دی.

مارټين شلڅ ويلي: «که د ترکيې حکومت په رښتیا د اعدام د سزا د بېرته رامنځ ته کولوه له پاره ولسپوښتنه تر سره کړي، نو يوه خبره بايد روښانه وي: هغه دا چي په آلمان کي د اوسېدونکو ترکي ښځو او نارينه و تر منځ دا ډول يوه رايه اچونه بايد تر سره نه سي.»

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سياستوال د خپل دريځ په استدلال کي ويلي دي: «موږ د يو داسي څيز په هکله په آلمان کي د رايه اچونه اجازه نه سو ورکولای، چي زموږ په اساسي قانون کي منع سوی دی.» د آلمان په اساسي قانون کي د اعدام ممانعت دی او په آلمان کي نه يوازي دا چي د اعدام سزا وجود نه لري، بلکه د آلمان حکومتونو او سياستوالو هميشه په نوره نړۍ کي د اعدام د سزا پر ضد هم ږغ پورته کړی دی.

د دې څخه تر مخه د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل او د آلمان يو شمېر نورو سياستوالو هم پر دغه موضوع خپل ورته نظرونه وړاندي کړي ول.

د ترکيې د قانون له مخي هغه ترکان چي د ترکيې څخه دباندي ژوند کوي د ترکيې په انتخاباتو کي خپله رايه کارولای سي. خو د دې له پاره شرط دا دی چي هغه بهرنی هيواد چيري چي دغه ترکان اوسيږي بايد په دې تړاو د ترکيې سره تفاهم کړی وي.

د هغه وروسته چي اردوغان د ترکيې په اساسي قانون کي د تغير او و ولسمشر ته د زياتو اختياراتو د ورکولو په تړاو ريفراندم کي بريا تر لاسه کړه، هغه په ترکيه کي د اعدام د سزا د بېرته رامنځ ته کولو په تړاو د ريفراندم تر سره کولو موضوع مطرح کړه.