1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاین ‌مایر: مهاجر غواړي خپل هيواد ته ستانه شي

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر، منځني ختيځ ته د خپل څلور ورځني سفر پر مهال په عمان کې د مهاجرو له يوه کمپ څخه ليدنه وکړه. شتاين ماير يو ځل بيا په آلمان کې د پناه غوښتنې د حقونو په تړاو پر عدالت باندې ټيڼګار وکړ.

https://p.dw.com/p/2rlQr
Libanon- und Jordanien-Reise des Bundespräsidenten
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د آلمان ولسمشر اردن ته د خپل سفر په پاي کې، د مهاجرو يوه کمپ ته ولاړ او هلته يې د سوريايي مهاجرو وضعيت له نزدې ولید. شتاين ماير وويل: « په اردن کې سوریايی مهاجر وروسته له دې هم پراخو مرستو ته اړتیا لري او سړی باید گمان ونه کړي چې د مهاجرو روانه ستونزه دی داسی ژر حل شې.»

د آلمان ولسمشر په خپلو خبرو کې دغه راز وويل چې پناه غوښتونکي غواړي بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. هغه زياته کړه: «موږ باید په نړیواله کچه دا هڅه وکړو چې له [مهاجرو سره مرستې] دوام پیدا کړي، ځکه په لنډ مهال وخت کې په سوریې کې داسی شرایط نه دي حاکم شوی چې مهاجر وکړای شی په پراخه کچه بیرته ستانه شي.»

شتاين مایر هيله څرګنده کړه چې خپل هيواد ته د دغو انسانانو د بيرته ستنيدا امکانات ډير ژر برابر کړل شي.

د اردن پلازمينې عمان په شمال ختيځ کې پروت د مهاجرو په کمپ کې، په رسمي توګه شاوخوا ۵۴ زره راجستر شوي سوريايي مهاجر ژوند کوي. له دغې ډلې څخه نژدې ۳۶ زره يې په ياد کمپ کې د دوامداره ژوند په موخه ميشت شوي دي. دغه کمپ پنځه ښوونځي او څو روغتونونه لري. شتاين ماير او ميرمن يې ايلکه بيودنبندر، په کمپ کې د اوسيدونکو د ډلې له يوې سوريايي کورنۍ سره ليدنه وکړه.

د پناه غوښتنې د حقونو پر مفهوم د شتاين ماير ټيڼګار

شتاينمار د یکشنبې په ورځ له اردن څخه مننه وکړه چې په سلونو زره سوريايي مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی او همدارنګه يې د آلمان له لوري د لا زياتو مرستو ژمنه وکړه. هغه په دې اړه وويل: «اردن خپله د نړۍ يو له ډيرو بې وزلو هیوادونو څخه دی، په ځانګړې توګه د اوبو د کمښت له لحاظه، خو [دغه هیواد دومره زیات مهاجرو] ته ځای ورکړی چې د هغه نفوس څلورمې برخې سره برابره دی.»

Libanon- und Jordanien-Reise des Bundespräsidenten
د آلمان ولسمشر او میرمن یې له آلماني سرتیرو سره ولیدل چې د داعش پر ضد په یوه نړیوال ماموریت کې برخه لريانځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

په دغه کوچني هيواد کې شاوخوا ۶۵۰ زره سوريايي مهاجرو ته هستوګنځایونه ورکړل شوي دي. اټکل کيږي چې په همدې شمير نور مهاجر پرته له راجستره هم اردن ته تښتيدلي دي. شتاینمایر د سوریی په گاوڼدیتوب کې د هغو هیوادونو ستاینه هم وکړه چې په خپلو محدودو امکاناتو یې د سوریې ډيرو زیاتو مهاجرو پر مخ خپلې پولې پرانیستې پریښي دي.

نوموړي د آلمان وضعيت ته په کتو، په دغه هيواد کې د پناه غوښتنې شرايطو سره د برابرو کسانو پر تفکيک او همدا ډول پر اقتصادي مهاجرو ټيڼګار وکړ. هغه وويل هغه افراد چې تر تعقيب لاندې دي، د ژنيو کنوانسيون پر اساس د پناه غوښتنې يا حفاظت له حق څخه برخمن کيږي. همدا ډول له کورنيو جګړو څخه تښتيدلي انسانان هم په آلمان کې د «حفاظت» له حقونو څخه برخمن کيدای شي. خو د آلمان ولسمشر وويل چې هغه کسان چې غواړې له اقتصادي لحاظه ښه ژوند ولري، که څه هم دغه دلیل د درک وړ دی، خو بیا هم په آلمان کې په عمومي ډول د پناه ترلاسه کولو له پاره لامل نه شي کیدای.

د آلمان پوځ خپله اډه له انجيرليک څخه اردن ته وليږدوله 

د آلمان ولسشمر شتاین مایر او ميرمن يې په اردن کې د آلماني ځواکونو له ېوې اډې څخه هم ليدنه وکړه. د څو مياشتو راهيسې شاوخوا ۳۰۰ آلماني سرتيري د اردن د هوايي قواوو په الازرق اډه کې ځای پرځای شوي دي. هغوي د تورنادو پر څلورو څارګرو او يوې تيل ليږدونکې الوتکې باندې سمبال دي. دغه ځواکونه د «اسلامي دولت» يا داعش جنګياليو پر وړاندې مبارزې څخه ملاتړ کوي. په دغه ځای کې د آلماني قواوو قوماندان ډګروال شتيفن برايدنبخ، په دغې اډه کې د آلماني سرتيرو د دندو په اړه شتاين مایر ته معلومات ورکړل.

وروسته له هغې چې د ترکيې حکومت د آلمان د پارلمان د غړو له خوا په انجيرلیک کې د آلماني ځواکونو له اډې څخه د پر له پسې ليدو کاتو ممانعت  وکړ، آلماني ځواکونو خپله اډه له هغه ځایه اردن ته وليږدوله. د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر، د دوشنبې ورځ د غرمې وروسته له اردن څخه لبنان ته ولاړ او له هغه ځایه به خپل د منځني ختيځ څلور ورځنی سفر پای ته ورسوي. په لبنان کې شاوخوا يو ميليون سوريايي مهاجر ميشت دي.

زموږ له آرشیف څخه: